ایا هګۍ مو روغتیا ته تاوان رسوي؟

هګۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، څېړنه ښيي چې د ورځې دوه هګۍ خوړل کېدی شي د زړه د ناروغیو لامل وګرځي.

له کلونو راهیسې شنونکي په دې اړه بحث کوي چې د هګیو خوړل روغتیا ته ګټه رسوي که تاوان.

ځواب په دې پورې اړه لري چې د اوونۍ څو هګۍ خورئ. دا په دې وروستیو کې د جاما په نامه یوې روغتیايي مجلې کې خپره شوې یوه نوې څېړنه لیکي.

څېړنه وایي چې د ورځې دوه هګۍ کولی شي د زړه ناروغي وزېږوي او له وخت مخکې د مړینې سبب وګرځي.

دا ځکه چې د هګۍ په ژیړو کې له کچې ډېر کولیسټرول دي. یوه هګۍ کابو ۱۸۵ میلي ګرامه کولیسټرول لري چې د روغتیا د نړیوال سازمان د ورځې د کچې نیمایي برخه جوړوي.

منځني ګواښونه

دغې څېړنې د شپږو بېلابېلو څېړنو معلومات راټول کړي چې ۳۰ زره خلکو پکې د ۱۷ کلونو په اوږدو کې ګډون کړی. څېړونکو موندلې چې د ورځې ۳۰۰ میلي ګرامه کولیسټرول د زړه د ناروغیو چانس ۱۷ سلنه زیاتوي او د مخکې له وخته مړینې بیا ۱۸ سلنه زیاتوي.

د هګیو په برخه کې دوی موندلې، چې د اوونۍ له درېیو تر څلورو هګۍ خوړل د زړه د ناروغیو چانس ۶ سلنه او مخکې له وخته د مړینې چانس ۸ سلنه زیاتوي. خو د ورځې دوه هګۍ خوړل بیا دغه ګواښ تر ۲۷ او ۳۴ سلنه لوړوي.

خو څېړنه په یوازې ځان په خلکو شوې، په دې مانا چې د دوی د ورزش کچه، عمر، سګرټ څکول او د وینې فشار په پام کې نه دی نیول شوی.

همدارنګه یوازې د خلکو د خوړو کچه ثبت شوې او نور هېڅ نه.

نو دا ښکاروي که تاسو هګۍ خورئ، خو ورزش ورسره کوئ، نو پایله بیا بدله ده.

هګۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، که هګۍ مو خوښېږي نو سپین یې خورئ.

له پخوانۍ څېړنې سره تضاد

دا څېړنې له پخوانۍ یوې سره په تضاد کې ده چې موندلې یې وه د هګیو د کارولو او د زړه د ناروغیو تر منځ هېڅ تړاو نشته.

خو اوس څېړونکي وایي دا ځکه چې پخوانیو څېړنو کې د معلوماتو ټولګه لنډه او ډېرو خلکو پکې برخه نه وه اخیستې ځکه خو د دوی څېړنې کېدی شي غلطې وي.

د هګیو د کارونې په هکله معلومات د یوه پوښتنلیک له لارې راټول شوي ول چې پکې ځواب ورکوونکو څخه پوښتل شوي وو چې په تېرو میاشتو او کلونو کې یې د هګیو د خوراک کچه څه ډول وه.

نور شنونکي وایي دغه پایلې اوس په امریکا کې ترلاسه شوې دي او د هر توکم او هرې ډلې خلکو پکې برخه اخیستې، په دې مانا چې پایلې هر اړخیزې دي.

ایشېدلې هګۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډاکټران وایي د هګیو له خوراک سره باید پام وشي.

څومره هګۍ باید وخورو؟

څېړنه وایي چې په اوونۍ کې له درېیو هګیو ډېرې باید ونه خورو.

او د هغوی چې هګۍ یې خوښېږي باید یوازې سپین یې وخوري.

څېړونکي وایي د څېړنې پایله دا نه ښيي چې خلک دې د هګیو خوراک بند کړي، بلکې په پام سره دې یې وخوري.

د نړۍ تر ټولو ډېرې هګۍ چېرته خوړل کېږي؟

څېړنه وایي چې په امریکا کې د ورځې اوسط کولیسټرول ۶۰۰ میلي ګرامه دی چې د روغتیا له اړخه د وړاندیز شوې شمېرې ۲۲۵ میلي ګرامه څخه خورا زیات دي.