په نړۍ کې ډېر خلک له څه مري؟

د عکس سرچینه، Getty Images
خلک له پخوا ډېر عمر کوي.
په ۱۹۵۰ کې په نړیواله کچه اوسط عمر ۴۶ کاله و. په ۲۰۱۵ کې دا شمېره ۷۱ کاله ته لوړه شوې.
په ځینو هېوادونو کې دا پرمختګ په انډول برابر و. د ناروغیو، وباوو او ناڅاپي پېښو مخنیوی شوی او ژوند ورسره اوږد شوی.
هغه څه چې د خبرونو ډېره برخه جوړوي، ترهګري، جګړه او طبیعي وباوې د مړینو یوازې ۰.۵ سلنه جوړوي.
خو د نړۍ لر او بر ډېر خلک له داسې ناروغیو مري چې مخنیوی یې شونی دی.
خلک له کومو ناروغیو مري؟
په ۲۰۱۷ کال کې په ټوله نړۍ کې ۵۶ میلیونه خلک مړه شوي دي. دا شمېر د ۱۹۹۰ کال پرتله ۱۰ میلیونه ډېر دی، په داسې حال کې چې د نړۍ د وګړو شمېر ډېر شوی او خلک له پخوا اوږد عمر کوي.
له پورته یاد شمېره ۷۰ سلنه یې له داسې ناروغیو مري چې له یوه کسه بل ته نه لېږدي او ورو ورو د وخت په تېرېدو سره وده کوي.
د نړۍ د خلکو تر ټولو لویه وژونکې د زړه ناروغي ده. دا ناروغي په هرو شپږو کسانو کې یو وژني. ځینې نورې ناساري ناروغۍ لکه د شکرې ناروغي او سالنډي بیا نړۍ کې تر ټولو ډېر خلک وژني.
د ژوند ژغورنه
تر دې هم هېښناکه دا ده چې ډېر خلک له هغه څه مري چې منخنیوی یې کېدای شي.
په ۲۰۱۷ کې ۱.۶ میلیونه خلک یوازې له نس ناستي مړه شوي چې د نړۍ په لسو لویو وژونکیو ناروغیو کې هم راځي. په ځینو هېوادونو کې همدا د مړینې تر ټولو لوی لامل و.
په ۲۰۱۷ کې ۱.۸ میلیونه ماشومان چې له ۲۸ ورځو کم عمره وو مړه شوي دي.
د ماشومانو مړینه په بېلا بېلو هېوادونو کې توپیر لري، مثلاً په اوسط ډول جاپان کې په هرو ۱۵۰۰ ماشومانو کې یو مري، خو د نړۍ بې وزله هېوادونو کې بیا په هرو ۲۰ ماشومانو کې یو مري.
په ۲۰۱۷ کې ترافیکي پېښو بیا د ۱.۲ میلیونه خلکو ژوند اخیستی.
که څه هم د پرمختللو هېوادونو د سړکونو اوږدو کې د پېښو له کبله د مړینې شمېر راټیټ شوی، خو بیا هم په نړیواله کچه د ټکر له لاسه د مړینې شمېر بیا هم ورته دی.
په نړۍ کې بیا د وژل کېدو پر ځای له ځانوژنې لا زیات خلک مړه شوي.
په بریتانیا کې د ځانوژنې شمېره ۱۶ سلنه لوړه ده، دا د ۲۰ او ۴۰ کاله تر منځ نارینه وو تر منځ تر ټولو لوړه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
کوم ډول ناروغۍ؟
د وخت په تېرېدو شمېرې بدلې شوې چې خلک له څه مري.
پخوا به ساري ناروغیو ډېر خلک وژل.
په ۱۹۹۰ کې په هرو درېیو کې یو کس د ساري ناروغیو له امله مړ کېدو، دا شمېره په ۲۰۱۷ کې په هرو پنځو کې یو کس ته راټیټه شوې.
ماشومان له ساري ناروغیو تر ټولو ډېر مري. په ۱۹مه پېړۍ کې هر درېیم ماشوم له پنځه کلنۍ مخکې مړ کېده.
له هغه راهیسې چې واکسین، خواړه، پاکوالی او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ډېر شوی د ماشومانو مړینې شمېر راټیټ شوی.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۲۰۱۶ کې تر ټولو لویې وژونکې ناورغۍ:
د زړه ناروغي: ۳۲ سلنه
سرطان ناروغۍ: ۱۶ سلنه
د تنفس بېلابېلې ناروغۍ: ۶.۵ سلنه
د شکرې ناورغۍ: ۵.۸ سلنه









