کارکوونکو ته د هڅونې په پار ۱۴۴ هګۍ

د عکس سرچینه، AFP
وینزوېلا کې یوه امنیتي خصوصي شرکت د خپلو نویو کارکوونکو د جذبولو په پار د میاشتني ۱۰ ډالرو تنخا سربېره د ۱۴۴ هګیو ورکولو یوه نادود شوې هڅونه هم پیل کړې ده.
وینزوېلا د خوراکي توکو د بیو له ډېرو لوړېدو سره مخامخ هېواد دی.
د "اطلس امنیتي" په نوم شرکت د هېواد په لوېدیځ زولیا ولایت کې فعالیت کوي. شرکت خپلو نویو امنیتي کارکوونکو ته د ۲ میلیون بولیفار (۱۰ ډالرو) سربېره هره میاشت د ۱۴۴ هګیو ورکولو چاره هم پیل کړې ده.
دا چې کارکوونکي د دغو هګیو مستحقین شي، باید پر وخت کار ته ځانونه ورسوي، منظم کار وکړي او ظاهري څېره یې منظمه وي.
رویټرز خبري اژانس د شرکت د بشري سرچینو د برخې د مشرې سینډي فوینمایور له خولې ویلي "ګڼ کارمنان پر هغو شرطونو برابر نه وو، چې وړاندې ورته ټاکل شوي، همدا وو چې نوې طریقه مو غوره وبلله".
دا زیاتوي: "ددغه اعلان له خپرولو وروسته مو د کار کولو ډېر زیات غوښتنلیکونه ترلاسه کړي، دا زموږ ښه ابتکار دی، یوه ښه هڅونه ده".
شرکت ۲۰۰ پوستونه اعلان کړي، چې د کروندو امنیت وساتي.
وینزوېلا کې کارکوونکي اوس د ګومارونکو شرکتونو له خوا خوراکي توکي او یا نورې اسانتیاوې ترلاسه کوي.
دغه هېواد د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو سربېره، په نړۍ کې د قتل د جرمونو د لوړې کچې شاهد هم دی.
د وینزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو د اقتصادي کړکېچ پړه د امریکا له خوا پر هغې اقتصادي جګړې اچوي، چې ددغه هېواد پرضد یې پیل کړې ده"، خو د هغه ګوتنیوونکي بیا د فساد له کبله د اقتصاد په ویجاړولو کې د کمونیستي حکومت سیاست رغنده رول لوبوونکی بولي.








