فیسبوک له تاریخي تخنیکي ننګونې سره مخامخ شوی

د ټولنیزو رسنیو مخکښه شبکه فیسبوک د خپل تاریخ له یوې لویې تخنیکي ننګونې سره مخامخ شوې ده. د نړۍ په ډېرو برخو کې د دغه شرکت ځینو چوپړونو ته د کاروونکو لاسرسی پرې شوی دی.

دغې شرکت ویلي، د دې ستونزې د اوارولو هڅه کوي.

پخپله پر فیسبوک سربېره ددې شبکې اړوند مېسېنجر یا پیغام استوونکی او اېنسټاګرام هم له ګډوډۍ سره مخامخ شوي دي.

وروستی ځل دا شبکه په ۲۰۰۸ کال کې له ګډوډۍ سره مخ شوه هغه مهال چې یوازې ۱۵۰ میلیونه کاروونکي یې لرل.

اوس ددې شبکې کاروونکي میاشتنۍ ۲،۳ میلیارده کسانو ته رسیږي.

ددې بې سارې تخنیکي ستونزې لامل تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

د فیسبوک چارواکو په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "موږ خبر یو چې ځینې کسان د فیسبوک یو شمېر خدمتونو ته لاسرسی نه لري، موږ هڅه کوو پروخت دا ستونزه حل کړو."

شبکې دا اوازې رد کړي چې ګواکې سایبري بریدونو دې دا ستونزه رامنځ ته کړې وي.

د اټکل له مخې دا ستونزه تېره ورځ مازیګر مهال رامنځ ته شوې وي.

که څه هم یو شمېر ځایونو کې فیسبوک پرانستل کیږي، خو کاروونکي وايي څه پکې پوسټ کوای نه شي.

ددې ستونزې له رامنځ ته کېدو وروسته د انسټاګرام کاروونکي نه توانیږي چې نوي پوسټونه وویني.

که څه هم ویل کیږي پیغام استونکې یا مسنجر له لارې پیغام استول کېده خو انځورونه پکې د لیدو وړ نه و. د فیسبوک بلې شبکې واټس اپ هم ورته ستونزه تجربه کړې.

د 'ډاون ډیټېکټر' ډلې خبر ورکړی چې دا ستونزه نړیواله وه.