ښځې خپل جنین پر فیسبوک پلورلو ته وړاندې کړی

د مصر اسکندریه کې یوې ښځې پر انټرنېټ له زیږون وړاندې د خپل جنین د خرڅولو اعلان کړی.

له دې اعلان سره لیکل شوي چې "ماشوم د زویولۍ لپاره".

په اعلان پسې وروسته دا هم لیکل شوي چې "د ماشوم زویولۍ نیولو سره د مور او پلار اجازه شته، هرڅوک چې غواړٍي له موږ سره دې پر استوځګر (مسینجر) اړیکه ونیسي."

ښکاري چې د فیسبوک ځینې کاروونکو د اعلان له خپروونکې سره اړیکه نیولې ده او هغې ته یې د جنین د اخیستو مقابل کې د ۲۰ زره جنیه ورکولو وړاندیز کړی.

د مصري ورځپاڼو په وینا،‌ پر انټرنېټ په دې اړه بحثونه ددې لامل شوي چې له اعلان خپروونکې سره اړیکه ونیوله شي او مېړه یې له دې کاره راوګرځول شي.

د یادې ښځې مېړه هم منلې ده چې ښځې یې داسې یو اعلان کړی دی.‌

دوی ویلي، خپل جنین یې ځکه خرڅاوه،‌ چې پیسو ته یې اړتیا لرله.‌

د ماشومتوب او مورولۍ اړوندې ملي شورا ویلي، د والدینو له خوا پر انټرنېټ د ماشوم خرڅولو دا دویمه پېښه ده.‌

که څه هم دا اعلان پخوانی دی، خو په وروستیو کې یې پر خواله رسنیو ډېر بحثونه پارولي دي.

ځینو خواله رسنیو کاروونکو یاد مور او پلار ته تر ټولو د سختې سزا ورکولو غوښتنه کړې او د ماشومانو د قانون پلې کېدو جدي غوښتنه یې کړې ده.‌

د ماشومتوب او مورولۍ اړوندې ملي شورا لیکلي:

"دغه شورا د یوې مور له خوا پر انټرنېټ د خپل ماشوم د خرڅولو د هڅې شنډولو کې بریالۍ شوې ده،‌ دا پر انټرنېټ د ماشوم خرڅولو دویم اعلان دی."