د پکوالي درملنې لپاره نوي درمل موندل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
په برېتانیا کې څېړونکي وایي، د پکوالي د درملنې لپاره یې یو نوی درمل موندلی. دا درمل په اصل کې هغو ناروغانو ته ورکول کېدل چې د هډوکو له وراستېدو کړېدل، خو د مانچسټر پوهنتون څېړونکو دې ته پام شو چې د درملنې پر وخت د هډوکو د ناروغانو وېښتانو بېرته وده پيل کړې.
ویل کېږي چې دا درمل هغه پروتین په نښه کوي چې د وېښتانو د ودې مخه نیسي او سړي پکان کوي.
د څېړنې مشر ډاکټر نېتن هاکشا بي بي سي ته وویل، لومړی باید دا درمل وازمویل شي او دا دې مالومه شي چې کوم خطر خو به نه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
اوسمهال په برتانیا کې د پکوالي د درملنې لپاره دوه ډوله درمل موندل کېږي. خو د دې هېواد د روغتیايي خدمتونو اداره یې د کارولو سپارښتنه نه کوي او ویل کېږي چې دواړه درمل زیانونه هم لري.
همدا لامل دی چې ډېری پکان د جراحۍ له لارې د تازه وېښتانو کرلو ته زړه ښه کوي.
ډاکټر هاکشا وایي، دا نوې درملنه ښایي د هغو کسانو ژوند کې لوی بدلون راولي چې وېښتان یې تویېږي.
د برتانیا د جلدي ډاکټرانو د ټولنې یو ویاند وایي، دا نوې څېړنه ډېره په زړه پورې ده.
کارپوهان وایي، پکوالی په نارینه وو کې عادي ستونزه ښکاري، خو ځیني کسان له سخت رواني کړاو سره مخامخوي.
داسې هم ویل کېږي چې پکوالی د نارینه وو پر ځان باور کموي او بې زړه کوي یې.
څېړونکي ټینګار کوي چې د دې نوي درمل په اړه باید لا دېرې څېړنې وشي او په سملاسي توګه یې باید د کارولو سپارښتنه ونه شي.








