فرانسه کې ناروغ له ۱۵ کلنې بې هوښۍ وروسته په هوښ راغی

ازموینو کې د دماغ فعالیت له درملنې وړاندې (کیڼ انځور) او له درملنې وروسته (ښی انځور)

د عکس سرچینه، Corazzol et al

د عکس تشریح، ازموینو کې د دماغ فعالیت له درملنې وړاندې (کیڼ انځور) او له درملنې وروسته (ښی انځور)

فرانسه کې یو ناروغ له ۱۵ کلنې بې هوښۍ وروسته لږ په هوښ راغلی او ډاکټرانو ته یې غبرګون ښودلی دی.

ډاکټرانو د یوه داسې ۳۵ کلن سړي درملنه کوله، چې په یوه ترافیکي پېښه کې ژوبل شوی و.

ډاکټران وايي، د درملنې وروستۍ میاشت کې ناروغ ځینو ساده لارښوونو ته غبرګون وښود، سر یې وښوراوه او په ځینو شیانو پسې یې سترګې وغړولې.

طبي کارپوهان وايي، د درملنې پایلې یې هیله لرونکې وې.

دوی وايي، د VNS په نوم د ناڅرګند عصب بېرته فعالول ښايي له ناکامۍ سره مخامخ شي، ځکه دا ډول ناروغان په دماغ کې له بېلابېلو ناروغیو سره مخامخ کېږي.

دغه ناڅرګند عصب د دماغ فعالیت د بدن له نورو برخو سره نښلوي او د بې هوښۍ له حالته یې راوباسي.

د ناڅرګند عصب د تحریکولو له درملنې یوه میاشت وروسته، د ناروغ مور وویل، د زوی د اعصاو توان یې ښه شوی او اوس ویښ پاتې کېدای شي.

ناروغ له "ګواښ" سره د مخامخېدو احساس هم موندلی.

د بېلګې په توګه، کله چې ډاکټر ناڅاپه د ناروغ مخ ته خپل سر ورنژدې کړي، د ناروغ پر مخ وېره ښکاره شي او سترګې رډې رډې ونیسي.

اغلې سیریګو وايي: "د دماغ د ټپ اثر او د رغېدو وړتیا یې ممکنه شوې ده، ان که د رغېدو هیله مندي یې بیخي وي هم نه".

دا زیاتوي: "ددغه حالت له راپور ورکولو وروسته، موږ باید دا ډول درملنه پر ډېرو نورو ناروغانو تجربه کړو."

د هغې په وینا، دا درملنه د هغو ناروغانو لپاره مهمه ده چې ډېره کمه هوښتیا لري او له بهرنۍ نړۍ سره په ډېره اړیکه کې نه وي.

د بې هوښۍ حالت:

  • د بې هوښۍ حالت کې سړی ویښ وي، خو د هیښتیا هېڅ نښه پرې نه لیدل کېږي، ښايي سترګې هم وغړوي، ویده او بیا ویښ شي او غبرګون هم وښيي، ښايي د زړه ضربان یې هم منظم وي او له طبي مرستې پرته ساه واخیستی شي.
  • هغه کس چې له بې هوښۍ رنځ وړي، هېڅ معناداره غبرګون نه ښيي، لکه په یوه شي پسې سترګې اړول او یا غږ ته غبرګون ښودل او هېڅ عاطفي غبرګون هم نه شي ښودلی.
  • پرله پسې او اوږده بې هوښي هغه ده چې له څلورو اونیو واوړي.
  • دایمي بې هوښي هغه ګڼل کېږي چې له شپږو میاشتو وغځېږي.
  • که یوڅوک په دایمي بې هوښۍ کې وي، درملنه ډېره ګرانه ده، خو ناممکنه نه ده.