نجلۍ پر یوټیوب شهرت لپاره خپل مین وژلی

د امریکا د مینیسوټا ایالت یوې اوسېدونکې په خواله رسنیو کې د خلکو د پام جلبونې په پار پر خپل مین ډز کړی او هغه یې وژلی دی.

"مونالیزا پیریز" دمګړۍ په زندان کې ده. پر نوموړې د خپل مین "پیټرو ریوز" د ناقصدي وژنې تور دی.

کیسه داسې ده چې مونالیزا او مین یې په یوټیوب کې چینل جوړ کړی چې تر ډېره پکې جالبې او له شوره ډکې ویډیوګانې خپروي.

پر چینیل د زیاتو لیدونکو د را جلبونې په پار یې غوښتل حیرانوونکې ویډیو جوړه او خپره کړي.

د ویډیو فیلمونې په اړه یې پر ټوېټر یو پوست کړی و چې: "زه پر پیډرو ډزې کوم، خو دا د هغه فکر دی، زما نه دی."

مین یې تر کميس لاندې پر ټټر د کتاب پېړه پښتۍ کېښوده، معشوقې يې پرې له لږ واټنه ډز وکړ، مرمۍ د مین په سینه ننوته او ومړ.

مونالیزا چې کله د یوټیوب چینل لپاره دغه صحنه فیلموله نو شاوخوا یې پر ۳ کلنې لور سربېره یې ۳۰ خپلوان هم وو.

د "پیټرو ریوز" یوه خپلوان رسنیوته ویلي، دوی پر خواله رسنیو د خپلو لایکونو او ملګرو د زیاتولو لپاره داسې یوه صحنه فیلموله: "دوی ماته د خپل پلان په اړه ویلي وو، ما ورته وویل داسې مه کوئ، وسله ولې کاروئ."

د هغه په خبره، هغوی (میَن او میَنه) پر یو بل ډېر ګران و، دا پېښه شرخوښي وه چې پایله یې ناسمه وه.

پولیسو د پېښې په تړاو دوه کمرې هم تر لاسه کړي چې په یوه کې یې دغه پېښه فیلم شوې ده.

د "مونالیزا او پیټرو" یوه خپلوان ځايي رسنیو ته ویلي، تر پېښې وروسته ټولو ژړل، ما یې د زغم تاب نه لاره، نو کور راغلم.