تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ډارین سامي پښتو او بې موبایله سیلفي
پاکستان سوپر لیګ کې د پېښور زلمیانو لوبډلمشر ډارین سامي کله نا کله د لوبې پر مهال د مینه والو پام اړولو لپاره په زړه پورې خبرې او حرکتونه کوي.
نوموړي اوس د پېښور زلمو له لوبډلمشرۍ پېلولو راهیسې د پښتو زده کړې هڅه پیل کړې او پر ټویټر هم پښتو پیغامونه لیکي.
د پېښور زلمو او کراچۍ کنګز تر منځ د لوبې پر مهال نوموړي د بابر اعظم له کیچ وروسته ټول لوبغاړي خپل شاوخوا کې راټول کړل او داسې معلومېده، چې نوموړی سیلفي انځور اخلي، خو وروسته معلومه شوه، چې د هغه لاس کې موبایل نه و.
مینه وال د سامي له دغه حرکته خوښ معلومېدل. تېر کال د هند کولکتې ګارډن کې د شل اوریزو سیالیو پایلوبې له ګټلو وروسته نوموړي احساساتي وینا وکړه او د ډېرو پام یې ځانته واړاوه.
له هغې وینا وروسته نوموړی له ویسټ انډیز لوبډلې بهر شوی، خو ویسټ انډیز لوبډلې ته د هغه خدمتونو ته په کتو سره د پېښور زلمیانو لوبډلمشر شاهد اپریدي خپل ځای هغه ته پرېښود.