کرېکټ: د پاکستان سوپر لیګ لوبې دوبۍ کې پیل شوې

دوبۍ کې د پاکستان سوپر لیګ کرېکټ سیالۍ پیل شوې. د دوبۍ کرېکټ لوبغالي کې د دغو سیالیو پرانیستې مراسیمو کې د ګډونوالو لوبډلو تر څنګ د پاکستان کرېکټ چارواکو هم ګډون کړی و او یو شمېر هنرمندانو خپل هنر نندارې ته وړاندې کړ.

د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته به لومړۍ لوبه د تېر ځلې لوبو اتلې لوبډلې، اسلام اباد یونایټیډ او پېښور زلمو تر منځ وشي.

دغو سیالیو کې به د تېر ځلې په څېر پنځه لوبډلې ګډون وکړي. دغه لوبډلې اسلام اباد یونایټیډ، پېښور زلمي، کوټه ګلیډیټرز، کراچۍ کنګز او لاهور قلندرز دي.

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې وتلو لوبغاړو محمد نبي عيسی خېل او شهزاد محمدي د پاکستان سوپرلیګ لوبو کې د لوبېدو پرېکړه کړې.

محمد نبي عیسی خیېل څو ورځې وړاندې ویلي وو، د پاکستان سوپرلیک کریکټ سیالیو کې به ونه لوبېږي، خو اوس وايي چې په لومړي پړاو کې به یې ولوبېږي.

ښاغلي عیسی خېل وايي، دوبۍ کې له سیالیو وروسته به د پاکستان سوپرلیګ سیالیو لومړي پړاو کې ولوبېږي او دویم پړاو کې به شهزاد محمدي ولوبېږي.

د اسلام اباد یونایټیډ مشرتوب مصباح الحق او د کوټه ګلیډیټرز لوبډلمشري سرفراز احمد کوي، خو د دریو نورو لوبډلو مشرتابه کې بدلون راغلی.

د پېښور زلمو مشري به د شاهد اپریدي پر ځای ډېرن سیمي، د لاهور قلندر مشري به د اظهرعلي پر ځای برینډن مک کلم او د کراچۍ کنګز مشري به د شعیب ملک پر ځای کومار سنګاکارا کوي.

پاکستان سوپر لیګ کې به ټولټال ۲۴ لوبې وشي، چې ۱۳ به یې دبۍ او ۱۰ به شارجه کې وشي.

پاکستان کرېکټ بورډ دا ځل اعلان کړی، چې پایلوبه به لاهور کې کوي.

پاکستان کرېکټ چارواکو ویلي، چې د لوبغاړو خوندیتوب لپاره به ټول اړین تدبیرونه کوي، خو بل لور ته د نړیوال کرېکټ لوبغاړو فدراسیون ( فیکا ) نړیوالو کرېکټ لوبغاړو ته خبرداری ورکړی و، چې د پایلوبې لپاره لاهور ته له تلو ډډه وکړي.