د سیلفي اخیستلو پر مهال د خلکو مړینه په زیاتېدو ده، مخنیوی يې څنګه کولی شو؟

کال په کال د سیلفي اخیستلو پر مهال د خلکو مړینه زیاتېږي، خو د امریکا یوه څېړنډله د دې ستونزې له منځه وړلو ته هیله منه ده.

دوی داسې اېپ یا وسیله جوړول غواړي چې په خطري وخت کې به خلکو ته خبرادری ور کوي.

د دوی څېړنې وښوده چې پر ۲۰۱۴ کال ۱۵، پر ۲۰۱۵ کال ۳۹ او د ۲۰۱۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې ۷۳ سیلفي اخیستونکي وژل شوي دي.

دوی دا هم ویلي، چې دا ډول ډېرې پېښې چرته شوې او په هغه ځای کې چې تاسو اوسئ څه ډول مړینې پېښېږي.

دوی څه وموندل؟

د سیلفي اخیستلو پر مهال د مړینې لومړنی رپوټ د ۲۰۱۴ کال په مارچ کې پېښ شوی دی.

له هغه وروسته دې څېړنډلې وموندله چې په ټوله نړۍ کې دا ډول ۱۲۷ پېښې شوې دی، چې په دې کې ۷۶ په هند، ۹ په پاکستان، ۸ په امریکا او ۶ په روسیه کې دي.

په خواله رسنیو کې د نورو د اغېزمنولو لپاره په لوړو ځایونو، کړنګونو او یا هم د ودانیو پر سر د سیلفي اخیستلو له امله دا ډول ډېرې پېښې شوې دي.

په نړۍ کې د سیلفي وژنې متفاوت ډولونه

په هند کې د سیلفې ډېرې وژنې د اورګاډي اړوند دي. هیمانک او د هغه ډله وايي، "دا هرڅه د دې له امله دي چې له نږدې ملګرو سره د پټلۍ مخ ته ځان ښودل، رومانټیک او د ملګرتیا د نه پرېښودلو په مانا دي".

په امریکا او روسیه کې د سیلفی وژنې تر ډېره د وسلې له امله دي او څېړونکي باوري دي چې دا پېښې په دغو هېوادونو کې د توپک د قانون له امله ده.

د سیلفي وژنو په هکله څه کولی شو؟

د څېړنډلې مشر هیمانک لمبا او د هغه ډله باوري ده چې د یوه اېپ په جوړولو سره به د سیلفي وژنو په کمولو کې مرسته وکړي.

دا اېپ به احساساتي سیلفي اخیستونکو ته هغه مهال خبرداری ور کوي، چې ژوند یې په خطر کې وي.

دوی وایي، دا اېپ به دا وړتیا لري چې په لوړو ځایونو، پټلۍ او نورو خطرناکو حالاتو کې د سیلفي اخیستلو پر مهال به زنګ وهي.

دا اېپ به خطرناک ځایونه په نښه کوي.

دې ډلې په خپل جوړ لوګارېتم ۳۰۰۰ سیلفي ازمویلي او د خطرناکو انځورونو اخیستلو په پېژندلو کې د ۷۰ سلني بري ادعا کوي.

ولې سیلفي مرګونه په ښکارنده بدل شول؟

خپله غوره سیلفي، ډېر لایکونه اخیستل او ملګري پیدا کول یو کس د اینستاګرام په ګډون په خواله رسنیو کې کې ځلوي.

روسی کېرل اورشکین تر ۱۷ زره ۹۰۰ مینه وال لري او په انځورونو مشهور دی چې د لوړیو ودانیو پر سر یې اخلي.

ډریوسسیک هم له لوړو ودانیو د انځورنو په اخیستلو سره شهرت ترلاسه کړ، خو پر ۲۰۱۵ کال له ودانۍ په غورځېدلو سره مړ شو.