امریکا روسي څارګر د یاهو وېبپاڼې په ماتولو تورن کړل

.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پر یاهو شرکت نیوکه دا ده چې خپلو کاروونکو ته یې د ۲۰۱۴ کال د انټرنېټي غلاوو په اړه ډېر وروسته خبر ورکړی.

د امريکا عدليې وزارت تور لګولی، په هغو څلورو کسانو کې يې دوه تنه روسيې څارګر دي چې پر یاهو شرکت يې په ۲۰۱۴ کال کې انټرنېټي بريد کړی و او د دې پاڼې د ۵۰۰ ميلیونو کاروونکو حسابونه يې اغېزمن کړي وو.

د دې ادارې په وینا، د دې پېښې تر شا د روسيې استخباراتو د دوو اجنټانو لاس و چې پکې د ګڼو حکومتي، پوځي مشرانو او ډیپلوماتانو برېښنالیکونه هې شوي وو.

چارسمبالې لویې څارنوالې ماري مک کورډ د تورونو په اړه ویلي: "عدلیې وزارت د هغه یوه قوي پیغام رسولو ته دوام ورکوي چې موږ به هېڅ ډول افرادو، ډلو یا دولتونو ته اجازه ورنه کړو چې زموږ د وګړو خصوصیات وګواښي او یا زموږ د شریکانو اقتصادي ګټې او یا زموږ د هېواد امنیت ته خطر پېښ کړي."

مک کورډ وايي، یوه تورن انټرنېټي غل اېف بي ای ته له تېرو درو کلونو راهیسې یو لوی انټرنېټي مطلوب غل دی.

د ایف بي ای مرستیال اجرایوي مشر پاول اباټي ویلي: "د بریتانیا څارګر سازمان "اېم ای ۵" ددغې څېړنې راپورته کولو کې برخه اخیستې ده".

پر یاهو شرکت نیوکه دا ده چې خپلو کاروونکو ته یې د ۲۰۱۴ کال د انټرنېټي غلاوو په اړه ډېر وروسته خبر ورکړی.

د شخصي معلوماتو غلا

په غلا شویو معلوماتو کې نومونه، د برېښنالیکونو پتې، د ټیلېفون شمېرې، د زوکړې نېټې او تېرنويي (پاسورډونه) شامل دي، خو یاهو وايي کرېډیټ کارت معلومات پکې نه شته.

د تېر کال اوږدو کې، کاروونکو ته د خپلو پاسورډونو د بدلونو سپارښتنه شوې وه.

تورن

د عکس سرچینه، FBI

د عکس تشریح، مک کورډ وايي، یوه تورن الیکسي بیلان انټرنېټي اېف بي ای ته له تېرو درو کلونو راهیسې یو لوی انټرنېټي مطلوب غل دی.

اټکل دی چې په بریتانیا کې شاوخوا اته میلیونه ګڼونونه (اکونټونه) له دغې انټرنېټي غلا اغېزمن شوي، چې د "بي ټي" او "سکای" شرکتونو د کاروونکو برېښنالیکونه هم په کې دي.

د امریکا عدلیې وزارت په یوه خبرپانه کې د مشکوکو کسانو نومونه خپاره کړي چې په لاندې ډول دي:

  • دیمتري الکسندروویچ دوکوچاییف (۳۳ کلن)، روسی دی او روسیه کې اوسېږي
  • ایګور اناتولیویچ سوشیچېن (۴۳ کلن)، روسی دی او روسیه کې اوسېږي
  • الیکسي الییکسیویچ بیلان (۲۹ کلن)، روسیه دی او روسیه کې اوسېږي
  • کریم باراتوف (۲۲ کلن)، د کاناډا او قزاقستان دوه ګونی تابعیت لري او کاناډا کې اوسېږي.

باراتوف د مارچ پر ۱۴مه کاناډا کې ونیول شو.