د نړۍ تر ټولو بوډۍ جراحه؛ ۸۹ کلنه ډاکټره اوس هم ناروغان عملیاتوي

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، الا وايي تراوسه یې له لس زرو ډېر عملیات کړي، خو یو ناروغ هم ترې مړ شوی نه دی.

په روسیه کې یوه ډاکټره ۸۹ کاله عمر لري. په نړۍ کې تر ټولو بوډۍ جراحه ده، خو لا هم په کال کې په سلګونو ناروغان عملیات کوي.

الا الینيچنا لیوو شیکنا د روسیې په یوه روغتون کې له ۶۷ کلونو راهیسې سهار اته بجې کار پیل کړي.

الا الینيچنا لیوو شیکنا

د عکس سرچینه، Getty Images

نوموړې تراوسه له لس زرو ډېر ناروغان عملیات کړي دي، خو یو هم ترې مړ شوی نه دی او ټول ژغورل شوي دي.

نوموړې پر خپل دغه کار ویاړی او وایي د ماشومتوب هیله یې وه.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، الا وایي له ماشومتوب یې دا هیله وه چې ډاکټره شي.

الا مجرده ده، خو له خپل معیوب خورې سره په یوه کور کې اوسي او اته پشې(پشوګانې) هم لري.

هغه وايي، "زه کار کوم او هرڅه، زه داسې څه نه لرم، چې په تقاعد کې یې وکړم. ډاکټري یواځې مسلک نه دی، بلکې د ژوند لار ده. جراح که کار نه کوي، نو د څه لپاره به ژوند وکړي؟"

په روسیه کې د تقاعد موده د پنځوسمو کلونو منځ دی، خو الا داسې ډاکټره ده چې لا هم کار کوي او د نړۍ تر ټولو بوډۍ جراحې نوم یې ګټلی دی.

الا الینيچنا لیوو شیکنا

د عکس سرچینه، Getty Images

الا الینيچنا لیوو شیکنا

د عکس سرچینه، Getty Images

نوموړې وايي د اوږد ژوند لپاره یې کوم راز موندلی نه دی، خو هرڅه خوري، ډېر خاندي او ډېر ژاړي.

"زه ځکه کار کوم چې خوند را کوي او بل دا چې کار مې خوښېږي، غواړم د پرمختګ او خوشالۍ لپاره له خلکو سره مرسته وکړم."

"ډېر خلک مې ډېر کلونو پخوا ژغورلي هغه هم په داسې مهال چې بل چا یې عملیات نشوی کولی، خو ما عملیات کړل او اوس هم ژوندي دي، له هغه وروسته یې ماشومان هم وزېږول."

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، الا وايي داسې څه نه لري چې په تقاعد کې یې وکړي.