پښتونخوا کې د پولیسو پر ګاډي بمي برید شوی

د عکس سرچینه،
د پښتونخوا ایالت چارسده کې د ګوزڼ ( پولیو ) ضد واکسین کونکو ساتونکو پولیسو پر یوه ګاډي ریموټ کنترول بمی برید کې ۱۶ کسان ټپیان شوي دي. ټپیانو کې اووه تنه ملکي کسان هم شامل دي. ځايي پولیس وايي، برید ماسم کورونو سیمه کې شوی دی.
یوه ځايي پولیس افسر فضل وهاب بي بي سي ته وویل، برید هغه مهال وشو، چې د پولیسو ګاډی د واکسین کونکو امنیت ساتلو لپاره سیمې ته پر لاره و، چې د سړک غاړې ته ځای پر ځای شوي بم وچاودېد.
د نوموړي په وینا برید کې نهه پولیس ټپیان شوي دي.
- <link type="page"><caption> چارسده کې ماین چاودنې اووه کسان ټپیان کړل</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/news_in_brief/2013/01/130112_ns_rolling_news_charsada_blast" platform="highweb"/></link>
- <link type="page"><caption> چارسده کې پر پولیسو برید کې ۷ کسان وژل شوي</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/pokhtonkhwa/2014/01/140122_ns_charsada_bomb_attack" platform="highweb"/></link>
برید کې د سروکۍ پولیسو مرکز مشر هم ټپي شوی، خو ویل کېږي، چې روغتیايي حالت یې خطرناک نه دی. پولیس وايي د چاودنې پر مهال د ملکي خلکو یو ګاډی هم د چاودنې له ځایه د تېرېدو په حال کې و، چې په کې ناست کسان ټپیان شوي دي.

د عکس سرچینه، AP
د ځینو ټپیانو حالت اندېښمنونکی بلل شوی او د درملنې لپاره د پېښور روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
پاکستاني طالبان ادعا کوي، چې دغه برید دوی کړی دی.
په ټول خیبر پښتونخوا ایالت کې د دوشنبې له ګهیځه د ګوزڼ ضد واکسینو درې ورځنی کمپاین پیل شوی، چې ویل کېږي پنځه اعشاریه شپږ میلیونه ماشومانو ته به دغه واکسین ورکړل شي.




