د مردان پېښې پر ضد پاکستان کې مدافع وکيلانو اعتصاب کړی

د عکس سرچینه، AP
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي اسلام اباد
د پښتونخوا د مردان په محکمه کې د تېرې جمعې ورځې د ځانمرګي برید پر ضد نن (۵ سپټمبر) په ټول پاکستان کې محکمې د احتجاج په توګه تړل شوې دي.
د مردان محکمې ځانمرګي برید کې د څلورو وکیلانو په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي وو.
د پاکستان د کراچۍ، کوټې، پېښور، لاهور او اسلام اباد په ګډون په ټولو ښارونو کې وکيلانو محکمو ته د احتجاج په توګه د نه تلو اعلان کړی او غوښتنه کوي، چې په دغه هېواد کې دې د وکیلانو د ساتنې لپاره اړین ګامونه پورته کړل شي.
په پاکستان کې د وکیلانو د اتحاديې يوه مشر ډاکټر فروغ نسیم له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، د پاکستان فډرالي حکومت او ایالتي حکومتونه د وکیلانو په ساتنه کې په بشپړه توګه "ناکام" شوي دي.
د فروغ نسیم په خبره د وکیلانو بیا بیا په نښه کولو موخه په دغه هېواد کې عدلي ادارې ناکامه کول دي.
د ډاکټر فروغ نسیم په وينا د دوی اتحاديې په کوټه کې پر وکیلانو تر برید وروسته د پاکستان سترې محکمې ته یو لیک استولی و او په کې يې په دغه هېواد کې د وکیلانو د خوندي ساتلو لپاره د جدي اقدام غوښتنه کړې وه.

د عکس سرچینه، AP
د پاکستان قاضي القضات انور ظهیر جمالي د بلوچستان د پولیسو مشر او نورو اړوندو چارواکو ته يې د سپټمبر تر ۲۰ مې نېټې د بشپړ رپوټ د وړاندې کولو امر کړی دی.
په مردان کې د وژل شويو وکیلانو د فاتحې مراسم نن څلورمه ورځ هم روان و، او د دغه ښار د ولسوالۍ محکمې ته له نورو سیمو ګڼ وکیلان او قاضیان هم راغلي او د وژل شويو وکیلانو د فاتحې په مراسمو کې يې ګډون وکړ.
تر دې وړاندې د تېر اګست مياشتې پر اتمه نېټه د کوټې په سول روغتون کې په یوه ځانمرګي برید کې تر ۶۰ زیات وکیلان او مدافع وکیلان وژل شوي وو.








