بلوچستان کې هندو سوداګر په ډزو وژل شوی

د عکس سرچینه، AP
د پاکستان په بلوچستان کې له ډيورنډ کرښې سره نژدې نامعلومو وسله والو کسانو په ډزو يو هندو سوداګر وژلی دی.
د هندو سوداګر سنتوش کومار د مړينې پېښه د چمن ښار په تاج سړک رامنځ ته شوې ده.
د چمن پوليسو يوه کارکوونکي ويلي، چې سنتوش کومار په تاج سړک خپل دوکان کې ناست و چې نامعلوم وسله وال کسان راغلل او ډزې يې پرې وکړې چې په نتيجه کې يې نوموړی ځای پر ځای ووژل شو.
د سوداګر له وژلو وروسته بريدګر په تېښته بريالي شوي دي.
په بلوچستان کې د سوداګرو ټولنې مشر محمد خان اڅکزي پر ټيليفون وويل دوه کسان د ده دوکان ته راغلي وو او ډزې يې پرې کړې وې.
محمد خان اڅکزي وويل د دغې پېښې له امله په ښار کې سوداګريز مرکزونه وتړل شول، د سواګرو او سياسي مشرانو سربېره يو شمېر هندوانو هم لاريونونه ترسره کړي دي.
په چمن ښار کې د ناامنيو د نور پېښو سربېره د تښتونې پېښې هم تر سترګو کېږي. څو ورځې وړاندې د سول روغتون د يوه کارکوونکي لور تښتول شوې وه.




