په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملياتو وروستی پړاو پيلېږي

د عکس سرچینه، AFP

د پاکستان پوځ مشر راحيل شريف وايي په شمالي وزيرستان کې د "اورپکو" پر وړاندې د ضرب عضب په نوم روانو پوځي عملياتو د ورروستي پړاو د پيلولو امر يې کړی دی.

د چهارشنبې په ورځ راحيل شريف شمالي وزيرستان کې د عملياتو د کتنې له پاره د شوال درې ته تللی و.

د پاکستان پوځ له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د شوال او دته خېلو په ګډون د شمالي وزيرستان لرې پرتو سيمو کې د "اورپکو" وروستي مرکزونه لا پاتې دي او "اورپکيدغه سيمه افغانستان او پاکستان ته د تلو راتلو لپاره کاروي".

د پوځ مشر په عملياتو کې د خپلو "لاسته راوړنو" ستاينه کړي او وايي د دغو عملياتو په ترڅ کې يې له ډېرې سيمې له اورپکي نيولي دي. تېر کال د اګست مياشت کې پاکستاني پوځ د شمالي وزيرستان شوال سيمې ته هم د ضرب عضب په نامه دا پوځي عمليات غځولی و.

د پاکستان پوځ وياند په هغه وخت کې بي بي سي ته ويلي و، چې د شوال په لرې پرته سيمه کې د عملياتو لومړۍ مرحله پای ته رسېدلې ده.

پاکستاني پوځ د ۲۰۱۴ کال جون مياشت کې ضرب عضب علميات پيل کړي وو، د پوځ په وينا د عملياتو په ترڅ کې يې ډېره سيمه له اورپکو پاکه کړې ده.

۲۰۱۵ کال د ضرب عضب عملياتو د يو کال پوره کېدو پر مهال د پاکستان پوځ ويلي وو چې په بېلابېلو عملياتو کې يې ۲۷۶۳ اورپکي وژلي او په دغه موده کې ۳۴۷ امنيتي ساتونکو او پوځيانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.