د پاړه چنار بازار کې چاودنې ۲۴ کسان وژلي

د عکس سرچینه، Getty
د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د کرمې ایجنسۍ پاړه چنار په یوه بازار کې چاودنې لږترلږه ۲۴ کسان وژلي او ۷۷ نور يې ټپیان کړي دي.
چاودنه د پاړه چنار د عیدګاه او توري مارکیټونو ترمنځ شوې ده.
د پاکستان ځینو رسنیو د وژل شویو شمېر ډېر ښودلی دی.
رپوټونه وايي، معلومه نه ده چې چاودنه ځانمرګی برید و او که د کوم بل څه له کبله رامنځ ته شوې ده.
کرمه ایجنسۍ د افغانستان له درو ولایتونو سره ګډه پوله لري، او له شمالي وزیرستان سره هم سرحد لري.
په تېرو څو کلونو کې دغه سیمه د خونړیو بریدونو شاهده وه.
د پاکستان پوځ څه باندې یو کال وړاندې په قبایلي سیمو، په تېره بیا شمالي وزیرستان کې د (ضرب عضب) په نامه پوځي عملیات وکړل.




