نړيوال بانک قبايلو ته ۷۵ ميليون ډالره پور ورکوي

نړیوال بانک له قبایلي سیمو څخه د بې ځایه شویو کسانو بېرته ځای پر ځای کېدو او د ماشومانو د خیر ښېګڼې لپاره د ۷۵ میلیونه ډالرو د پور ور کړه منلې ده.
نړیوال بانک د پنجشنبې ورځې په خپله اعلامیه کې ویلي، چې د دغه پرواګرام له لارې د پنځو قبایلي ایجنسیو یو لکو ۲۰ زره کورنۍ چې د سخت دریځۍ له کبله زیامنې شوې مالي مرستې به ورته برابرې شي.
له دغو کډوالو سره به په دوه ډوله مرسته وشي.
د سختدریځو پروړاندې عملیاتو په ترڅ کې کډوالۍ ته اړ شوي هغه ډله چې بیرته خپلو سیمو ته ځي په لومړي پړاو کې هرې کورنۍ ته به ۳۵ زره روپۍ ورکړی شي.
په دویم پړاو کې د څلورمیاشتو اوږدو کې د قسط په توګه به دوی ته د ورځني ژوند لپاره ۱۶ زره روپۍ ورکړی شي.
د پاکستان حکومت وايي، له قبایلي سیمو کډوالۍ ته اړ شوي درې لکو ۴۰ زره کورنیو ته به مالي مرستې برابرې کړي.
په پاکستان کې د نړیوال بانک مشر راشد بن مسعود وايي:"د دغه پروګرام په ترڅ کې په بېړنیزو حالاتو کې د قبایلي سیمو لپاره د لومړنیو اسنتیاو د برابرولو سیستم جوړېدلی شي".

د عکس سرچینه، AP
په قبایلي سیمو کې د ماشومانود درملنې لپاره اسنتیاوې نه شته، په قبایلي سیمو کې له عملیاتو وروسته بیرته ستنېدونکي کورنۍ د روغتیا پالنې له یوه نیمګړي سیسټم سره ژوند کولو ته اړ دي.
نړیوال بانک وايي، د دغه پروګرام له لارې به د سیمې په کچه د ۶۴ زره کورنیو د دوه کلنو ماشومانو لپاره لومړنۍ روغتیايي اسنتیا وې برابرې شي.








