له ۲۰۰۶ راهيسې بلوچستان کې ۵۲۴ پوليس وژل شوي

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د توندلارۍ او تاوتريخوالي له امله په تېرو نهو کې کلونو کې ۵۲۴ پوليس وژل شوي دي.
امنيتي چارواکي وايي دغه پوليس د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۵ کال ترمنځ د تاوتريخوالي په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.
په بلوچستان کې د دغو پوليسو د ياد لپاره مراسم جوړ شوي و، چې د بلوچستان والي محمد خان اڅکزي، مشر وزير عبدالمالک بلوڅ او د پوځ قومندانانو په کې ګډون درلود.
په مراسمو کې د هغو امنيتي ځواکونو خپلو خپلوانو هم ګډون درلود چې بلوچستان کې له بيلتونپالو او اورپکو سره جګړه کې وژل شوي دي.
د غونډې ګډونوالو وويل اوس بلوچستان تر پخوا ډېر خوندي دی او په خبره يې دا د وژل شويو پولیسو او امنيتي ځواکونو د قربانيو پايله ده.
دوی وويل چې بهرني هېوادونه بايد د توندلارۍ پر وړاندې جګړه کې د پاکستان د هڅو منښته او ستاينه وکړي.
خو د ياد مراسمو له ځای بهر د وژل شويو امنيتي ځواکونو يو شمېر خپلوانو اعتراض کړی وو.
بلوچستان کې له تېرو څو کلونو راهيسې د توندلارۍ ترڅنګ بلوڅ بېلتونپالي هم له حکومتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.








