کوټه کې د بم چاودنې له کبله يو کس وژل شوی او ۱۴ ټپيان دي

د عکس سرچینه، Getty
چارواکي وايي د بلوچستان په کوټه ښار کې د بم چاودنې له کبله يو کس وژل شوی او ۱۴ نور ټپيان دي.
د پېښې په ځای کې د کوټې د پوليسو مشر عبد الرزاق چيمه خبري رسنيو ته ويلي چې پر باچا خان چوک نامعلومو کسانو په يو بکس کې چاودېدونکي مواد ځای پر ځای کړي وو چې له کبله يې چاودنه رامنځ ته شوه.
د پوليسو يوه کارکوونکي بي بي سي ته ويلي په پېښه کې يو کس وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.
ټپيان يې د درملنې لپاره سيمه ييز روغتون ته لېږدولي دي، ويل کېږي د ځينو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی.
تراوسه هېڅ کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې. له پېښې وروسته امنيتي ځواکونه سيمه ته رسېدلي او د پلټنې عمليات يې پيل کړي دي.
په تېرو څو مياشتو کې د کوټې ښار کې د وژلو او د نا امنۍ پېښو کې زياتوالی راغلی دی.
روانه اوونۍ د کوټې پر عيسی خان سړک نامعلوم وسله والو کسانو په ډزو دری کسان وژلي وو.




