پېښور او کوهاټ کې پولیسو نور افغانان نیولي

د عکس سرچینه، AFP
د خیبر پښتونخوا پولیسو له څو ورځو راهیسې د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو عملیات پیل کړي دي.
پولیس وايي، دوی دا عملیات د هغو ۱۰۰ مشکوکو ترهګرو د نیولو په موخه پیل کړي، چې ویل کېږي، خیبر پښتونخوا کې ورانکاري کارونه کوي.
بل خوا د خیبر پښتونخوا سوېلي کوهاټ ښار کې هم ویل کېږي، چې پولیسو تر ۵۰ ډېر نور افغانان نیولي دي.
د کوهاټ پولیسو له خوا په یوه اعلامیه کې ویل شوي، جنګل خېلو سیمه کې عملیات شوي، چې د اتو افغان کډوالو په ګډون پنځوس مشکوک کسان پکې نیول شوي.
دوی وايي، د نیول شویو ځینو کسانو په بېلابېلو جرمونو :ې لاس درلود.
د تېر دسمبر پر ۱۶ خیبر پښتونخوا کې پر یوه پوځي ښوونځي د پاکستاني طالبانو تر خونړي برید وروسته د پاکستان پوځ د اورپکو پرضد عملیات ډېر کړل.
په روانو عملیاتو کې یې خیبر پښتونخوا کې د ناقانونه اوسېدونکو افغان کډوالو نیولو ته هم دوام ورکړ.
د ویلو ده چې د خیبر پښتونخوا بېلابېلو جوماتونو کې تر ۳۰۰ ډېر افغان ملا امامان دي، چې ددوی د اسنادو راغونډولو لړۍ دوام لري.
دا په تېرو څو لسیزو کې لومړی ځل دی، چې پاکستان د ناقانونه افغان کډوالو د چاڼ کولو عملیات پیل کړي دي.
په تېرو ۱۰ کلونو کې افغانستان ته نژدې ۴۰ سوه زره کډوال ستانه شوي، او دا مهال نژدې ۱۷ سوه زره قانوني افغان کډوال د پاکستان په غوښتنې مېشت دي.

د عکس سرچینه، bb








