سوات کې خبریالان هم ګواښل کېږي

سوات کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال څلورو خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د عکس تشریح، سوات کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال څلورو خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د پښتونخوا سوات دره کې تېرو څو میاشتو کې د طالبانو ضد سولې کمېټو پر مشرانو او پولیسو روانو بریدونو ته په پام سره اوس ځايي خبریالان هم ځانونه ناخوندي ګڼي او وروستیو کې ګڼو تجربه لرونکو خبریالانو له ګواښه ډک لیکونه هم تر لاسه کړي دي.

د سوات مرکزي ښار مینګورې د سوات رسنیو دفتر (پریس کلب) کې ځايي خبریالانو ته بېلا بېلې ستونزې څرګندې دي.

د رسنیو دفتر له پنځو تر اوو تجربه لرونکو خبریالانو ته ځايي ادارې د پولیسو ځانګړي ساتندویان ورکړي دي چې ۲۴ ساعته د دوی د امنیت مسولیت لري.

د دغو ګواښونو په تړاو څلور پنځه خبریالانو سره مفصلې خبرې شوې او دوی په دې اړه مالومات هم ورکړي خو د وېرې له کبله یو خبریال هم چمتو نه دی چې په دغو کیسو کې یې نوم څرګند شي. یعنې ټولو خبریالانو د نوم نه څرګندولو په شرط مالومات ورکړي.

له یوه خبریاله وپوښتل شول چې د پولیس ساتندوی یې ولې ځان سره ساتلی نو ده په ځواب کې وویل: "موږ ته وسله وال کسان ګواښونه کوي".

په وار وار پوښتلو سربېره ده دا خبره څرګنده نه کړه چې وسله وال کسان څوک دي. خو دا یې وویل بریدګر هماغه خلک دي چې په هدفي وژنو کې ښکېل دي یعني اشاره یې وسله والو ډلو ته وه. خو دغه خبریال هم د نوم نه ښودلو په شرط ټول مالومات ورکړي دي.

د رسنیو دفتر یو بل تجربه لرونکي خبریال وویل "زموږ د بې وسۍ دا حال دی چې موږ نورو ته کار کولی شو شو خو خپلو ځانونو لپاره چې حق مو هم دی په څرګند ډول څه نه شو کولی".

د سوات په دره کې پولیس وايي روان کال د هدفي وژنو پېښو کې زیاتوالی راغلی چې تر اوسه په کې د طالبانو ضد سولې کمېټو ۱۸ مشران وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د سوات په دره کې پولیس وايي روان کال د هدفي وژنو پېښو کې زیاتوالی راغلی چې تر اوسه په کې د طالبانو ضد سولې کمېټو ۱۸ مشران وژل شوي دي.

د دوی په وینا "زه د خبریالانو استازی یم او زما دنده دا ده چې د دوی لپاره خپل غږ پورته کړم خو حالات داسي دي که زه ځان څرګند کړم نو نه یوازې به زما ژوند په خطر کې شي بلکې زما ملګرو ته به هم ستونزې پیدا شي".

ده وویل: "اوسمهال موږ چوپتیا غوره کړې او تر څنګ یې حالات هم څارو".

ډېرو خبریالانو وویل د ګواښونو په تړاو هغوی په دې دلیل هم چوپ دي چې له چا سره یې د شریکولو په صورت کې ښايي د دوی ستونزې لا ډېرې شي. ده وویل چې سوات کې زیاتره وخت له دغه ډول حالاتو درېمه ډله ګټه پورته کوي ځکه نو ډېر خبریالان چوپتیا غوره ګڼي.

سوات کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال څلورو خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې په کې د جیو تلویزون موسی خان خیل، عبدالعزیز شاهین، قاري شعیب او سراج الدین شامل دي او د یو تجربه لرونکي خبریال شیرین زاده خور د دې پر کور د ډزو له کبله مړه شوې ده.

له پېښور وروسته سوات د خیبر پښتونخوا له هغو ښارونو نه دی چې تر ټولو ډېرې ورځپاڼې او مجلې په کې خپرېږي.

د سوات یو ځوان خبریال وايي ځینې وخت داسې هم شوي چې کله ځینو تجربه لرونکو خبریالانو په وار وار ګواښونه تر لاسه کړي نو هغوی د خپل امنیت پخاطر یا ځانونه پټوي او یا سیمه خوشې کوي او یوه خوندي ځای ته ځي.

خو ده وویل چې دا د حل لاره نه ده چې دومره جدي حالاتو په مخ کې لاس پر لاس کښینو. په دې تړاو ده د تجربه لرونکو خبریالانو پر چوپتیا هم نیوکه وکړه او ویې ویل د خبریالانو ډلو سره په مشوره باید یوه تګلاره غوره کړای شي چې د ګواښونو مخه ونیول شي.

د سوات په دره کې پولیس وايي روان کال د هدفي وژنو پېښو کې زیاتوالی راغلی چې تر اوسه په کې د طالبانو ضد سولې کمېټو ۱۸ مشران وژل شوي دي.

د دې تر څنګ امنیتي ځواکونه هم په ګڼو بریدونو کې په نښه شوي دي. د دغه ډول بریدونو مسولیت وخت په وخت د طالبانو ډلې په غاړه اخیستی دی. په سوات دره کې د دغو هدفي وژنو له کبله ډېر اغېز لرونکي خلک یا ښځې له سیمې وتلي او اسلام اباد یا نورو ښارونو ته تللي دي.

یاده دې وي چې پاکستان له څه مودې راهیسې د خبریالانو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد بلل شوی دی.

خبریالانو ته د امنیت په برابرولو کې د حکومت پاتې راتلل او د خبریالانو د کمزوره ډلو له کبله د دوی په ستونزو کې د کموالي نښې نه تر سترګو کېږي. خو روان کال د اپریل میاشت دغو پېښو کې تر خطرناک حده زیاتوالی هغه مهال ولیدل شو چې د جیو تلویزون پر مشهور خبریال حامد میر مرګونی برید وشو او له پېښې وروسته د رسنیو تر منځ مخالفتونه په ډاګه شول.

زیاتره تجربه لرونکي خبریالان وايي د حامد میر له پېښې وروسته په ظاهره داسې ښکاري خبریالانو چې د ازادۍ لاسته راوړلو په برخه کې کوم پرمختګ کړی و هغه بېرته صفر شوی دی.