افغان ولسمشر: د اې ان پي مبارزه د ډيموکراسۍ بری دی

ولسمشر کرزي ويلي عوامي نشنل ګوند له "ترهګرو" بريدونو سره سره نه تسليم شو او نه يې په شاتګ وکړ.
د عکس تشریح، ولسمشر کرزي ويلي عوامي نشنل ګوند له "ترهګرو" بريدونو سره سره نه تسليم شو او نه يې په شاتګ وکړ.

افغان ولسمشر حامد کرزي د عوامي نشنل ګوند له مشر اسفنديار ولي خان سره پر ټليفون خبرو کې په "سختو شرايطو" کې د دغه ګوند د ډيموکراټيک هوډ ستاينه کړې ده.

د افغان ولسمشرۍ دفتر نه خپرې شوې خبر پاڼې ويلي ښاغلي کرزي په ټليفوني خبرو کې په ټاکنو کې ګټل او بايلل د ډيموکراسۍ اصل بللی، خو تر ټولو مهمه خبره يې په وينا دا ده چې عوامي نشنل ګوند پر خپلو دفترونو او غړيو له "ترهګرو" بريدونو سره سره نه تسليم شو او نه يې په شاتګ وکړ.

ولسمشر کرزي دا هوډ پر ډيموکراسۍ د عوامي نشنل ګوند باور بللی دی.

د پښتونپاله ګوند له مشر اسفنديار ولي خان سره خبرو کې ولسمشر کرزي د دغه ګوند د دريځ ستاينه کړې چې په وينا يې د "شهيدانو او قربانيو" له ورکړې سره يې د ټولټاکنو پايلې ومنلې، او دا يې پر ترهګرۍ د ډيموکراسۍ بری بللی دی.

اسفنديار ولي دا ځل نه دی توانېدلی له خپل ټاټوبي چارسدې هم قومی اسمبلۍ ته لار ومومي
د عکس تشریح، اسفنديار ولي دا ځل نه دی توانېدلی له خپل ټاټوبي چارسدې هم قومی اسمبلۍ ته لار ومومي

د رايو شمېرنې ورستيو پايلو له مخې د مې ۱۱ مې ټولټاکنو کې عوامي نشنل ګوند په قومي اسمبلۍ کې يوازې يوه، او خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې ۵ څوکۍ ګټلې دي.

په خپله د ګوند مشر اسفنديار ولي د خيبر پښتونخوا د خپل اغېز ټاټوبي چارسده کې د مولانا فضل الرحمان جمعيت علمای اسلام ډلې مولانا محمد ګوهر شا پر وړاندې ماتې خوړلې او د عمران خان تحريک انصاف کانديد فضل محمد خان نه هم وروسته راغلی دی.

طالب اورپکيو پر يو شمېر نورو ګوندونو سربېره عوامي نشنل ګوند ته ګواښ کړی و چې ټولټاکنو کې به يې په نښه کوي.

د پاکستان پارلماني ټولټاکنو ته د هلو ځلو پړاو له تاوتريخوالي ډک بلل شوی، چې د زورزياتي بېلابېلو پېښو کې څه د پاسه سل کسان ووژل شول.

په دغو پېښو کې د عوامي نشنل ګوند په کراچۍ کې د يو کانديد په ګډون لسګونه کسان وژل شوي دي.

قومی وطن پښتونپالی ګوند

افتاب احمد خان شېرپاو تېر ۲۰۱۲ کال کې د خپل ګوند اجنډا به بدلولو پښتونپالی تګلوری غوره کړ
د عکس تشریح، افتاب احمد خان شېرپاو تېر ۲۰۱۲ کال کې د خپل ګوند اجنډا به بدلولو پښتونپالی تګلوری غوره کړ

د افغان ولسمشرۍ خبرپاڼې ويلي چې ښاغلي کرزي د قومي وطن ګوند له مشر افتاب احمد خان شېرپاو سره هم ټليفوني خبرو کې د دغه ګوند برياليتوب او په قومي او صوبايي اسمبليو/جرګو کې يې د څوکيو ګټلو مبارکي ورته ويلي ده.

د قومي وطن پښتونپالي ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو د چارسدې له ۸ مې حلقې قومي اسمبلۍ کې څوکۍ ګټلې ده.

دغه ګوند د خيبر پښتونخوا صوبايی اسمبلۍ کې هم ځلېدلی او ۷ څوکۍ يې ګټلې دي.

افتاب احمد خان شېرپاو د حيات خان شېرپاو ورور او د بنظير بوټو (خلکو ګوند) حکومت مشرۍ پر مهال دوه ځله د خيبر پښتونخوا صوبې مشر وزير پاتې شوی دی.

د ۱۹۹۰ مې لسيزې په وروستيو کې له بېنظيرو بوټو سره يې توپيرونه په پای کې له دغه ګونده په بېلېدو تمام شول، چې ورسره يې د (خلکو ګوند شېرپاو) څانګه جوړه کړه.

ده د پروېز مشرف حکومت کې پر بېلابېلو وزراتو سربېره د فډرالي حکومت کورنيو چارو وزارت دنده هم ترسره کړې ده.

په ۲۰۱۲ کال کې يې د خپلې سياسي اجنډا په بدلولو د ډلې نوم هم په (قومي وطن ګوند) واوښت، او ځان يې د نوې پښتونپالې ډلې په توګه اعلان کړ.