ملاله يوسفزۍ په ۳ ميليون ډالره کتاب ليکي

ملاله يوسفزۍ د تېر اکتوبر په مياشت کې د پاکستاني طالبانو له يوۀ بريده ژوندۍ پاتې شوه
د عکس تشریح، ملاله يوسفزۍ د تېر اکتوبر په مياشت کې د پاکستاني طالبانو له يوۀ بريده ژوندۍ پاتې شوه

د سوات له ملالې يوسفزۍ سره يوۀ خپرووندویه شرکت تړون کړى چې د "زۀ ملاله يم" په نامۀ خپل يادښتونه وليکي.

دغه يادښتونه چې خپرندويه شرکت به يې د کتاب په بڼه چاپوي په بدل کې به ۳ ميليونه ډالر حق الزحمه ورکوي.

١٥ کلنه سواتۍ ملاله يوسفزۍ چې د ٢٠١٢ کال د اکتوبر په مياشت کې د پاکستاني طالبانو له يوۀ بريده ژوندۍ پاتې شوه اوس کتاب ليکلو ته چمتو شوې ده.

دا به خپل يادښتونه ليکي او په بدل کې به يې د شاوخوا ۳ ميليونه ډالرو په ارزښت د خپل زيار مزد ترلاسه کوي.

د بي بي سي خبرياله جېل مېگيورينگ ليکي دا يادښتونه به د روان ميلادي کال په ترڅ کې په کتابي بڼه خپريږي.

د کتاب نوم به يې "زۀ ملاله يم" وي.

په دې کتاب کې به هغه پېښې په کره ډول يادېږي چې څرنگه د ٢٠١٢ کال د اکتوبر په مياشت کې کله چې دا په سوات کې له ښوونځي کور ته له خپلو خورلڼو سره روانه وه او بريد پرې وشو.

يو وسله وال موټر ته وروخوت دا يې وپېژندله او له نژدې واټنه يې پر سر وويشتله.

پاکستاني طالبانو وويل چې دغه بريد دوى کړى دى.

طالبان د ملالې پر هغو منډو ترړو قهروړي و چې دې د نجونو د زده کړو لپاره کولې.

ملاله وايي د دې کتاب به د هغو تر ٦٠ ميليونو ډېرو نورو ماشومانو کيسه هم کوي چې له ښوونځي محرومه او بې برخې پاتې دي.

په پاکستان کې له لومړنۍ درملنې وروسته ملاله له خپلې کورنۍ سره د برتانيا برمينگهم ښار ته د نورې درملنې لپاره تللې او په دې وروستيو کې يې هلته بيرته ښوونځي ته تگ او زده کړې پيل کړې دي.