د کوټې د کاربندیز پر مهال ۱۰ تنه ټپيان شوي

د عکس سرچینه، BBC World Service
- Author, ايوب ترين
- دنده, له کوټې
د پاکستان په بلوچستان کې د هغه برید پر ضد کاربندیز اعلان شوی و چې د جمعې په ورځ (جولای/۱۳) د پښتون ملت پاله، عوامي نشنل گوند، پر يوې غونډې وشو او اته کسان يې په کې ووژل.
اعلان شوی کاربنديز هم د پښتون ملت پاله، عوامي نشنل گوند له خوا شوی و.
د کاربندۍ پر مهال ځينو نا څرګندو وسله والو د ګوند پر غړو ډزې کړي او لس کارکوونکي يې ور ټپيان کړي دي.
د کوټې ترڅنګ د عوامي نشنل گوند په غوښتنه د بلوچستان ایالت په نورو برخو، لکه پشين، قلعه سیف اللہ او چمن کې هم د کاربندیز په موخه ټول دکانونه تړل شوي و.
که څه هم د کاربندۍ لپاره حکومتي ځواکونو امنیتي تدابير نيولي وو خو بیا هم نا څرګند وسله وال په ډزو د لسو تنو په ټپي کېدو بریالي شول.
بلې پلو د پاکستان له خوا ناټو ته د تورخم لارې د بېرته پرانیستلو د پرېکړې پر ضد نن (شنبه، د جولای/ ۱۴) په همدې ښار کې لاریون را بلل شوی و.
دغه لاریون په کوټه کې مېشتو مذهبي ګوندونو د ښآر له زړه پيل کړ.
د د غو ګوندونو مشرانو ویلي چې خامخا به د ناټو مخ نیوی کوي.
د شنبې (جولای/۱۴) لاریون، ناټو ته پر لار پرانیستو، په بلوچستان کې مېشت د مذهبي ګوندونو ټلوالې (دفاع پاکستان کونسل) پر لار اچولی و.
د لاریون مشري د جمعیت علماء اسلام ډلې مشر مولانا سمیع الحق کوله.
تر لاریون وړاندې، برخه وال د کوټې د باچا خان په څلور لاري کې را ټول شول او د حکومت پر ضد يې شعارونه ورکول.
وینا کوونکو ويل "امریکا د پاکستان او مسلمانانو دښمنه ده".
دوی له حکومته غوښتل چې په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونه ته، د توکو لېږدولو لپاره دې خپله لار نه ورکوي.
دا لومړی ځل نه دی چې د ناټو پر مخ د تورخم لارې د بېرته پرانیستو پر ضد په دغه هېواد کې لاریونونه کيږي. تر دې وړاندې د پاکستان په نورو برخو کې هم ورته کړنې شوې دي.








