لاهور کې د پښتونخوا پوليس ووژل شول

د عکس سرچینه، BBC World Service
د پاکستان د پنجاب ايالت په مرکز لاهور کې د وسلوالو په ډزو اته پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د لاهور د پوليسو مشر اسلم ترين رسنيو ته وويل چې دغه پېښه د دغه ښار د اچهره سيمې په رسول پارک کې شوې ده.
د هغه په وينا، ناپېژاندو وسلوالو، چې کره شمېره يې نه ده معلومه ، په يو کور کې پر پوليسو ډزې وکړې چې له امله يې اته سرتېري ووژل شول او درې ټپيان دي.
نوموړي زياته کړه چې وژل شوي پوليس د روزنې لپاره په ياده سيمه کې مېشت وو.
د اسلم په خبره وژل شوي ټول پوليس د پښتونخوا ايالت د د محکمې ساتونکي وو او د روزنې په هيله دلته راوستل شوي وو.
ده وويل چې بريد کوونکي پر موټر سايکلونو سپاره وو او مخونه يې پټ کړي وو.
پاکستاني طالبانو د دغې پېښې پړه په غاړه اخيستې ده.




