کوټه: مدرسې مخې ته چاودنې مرګ ژوبله اړولې

- Author, ايوب ترين
- دنده, له کوټې
د بلوچستان په مرکز کوټه کې په يوه بمي چاودنه کې ۱۲ کسان وژل شوي او له ۴۰ ډير ژوبل دي.
چاودنه د یوې مذهبي مدرسې مخې ته شوې.
د کوټې په سټلایټ ټاون سیمه کې د مفتاح العلوم مدرسې مخې ته په يوه کراچۍ کې ايښودل شوي بم چاودنه دومره زوروه وه چې غږ يې تر لېرې پورې اورېدل کېده.
تر دې شيبې د چاودنې له امله ۱۲ کسان مړه او له ۴۰ ډير ټپيان شوي دي.
ټپيان سم دستي له سيمې نه د کوټې روغتون ته لېږدول شوي دي.
د کوټې روغتون ډاکترانو ويلي چې ډير سخت ټپيان يې د دغه ښار پوځي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدولي دي.
ويل کيږي چې له چاودنې وروسته په روغتون کې بيړنی حالت را منځ ته شوی او ټول حکومتي ډاکتران روغتون ته ور غوښتل شوي.
د پېښې ځای ته ګڼ شمېر پوليس او سرحدي سرتيري لېږل شوي خو لا يې تر دې دمه څوک نه دې نيولي او نه هم چا تر اوسه د پېښې پړه په غاړه اخېستې ده.
د کوټې د پولیسو مشر قاضي واحد ويلي چې ډير ژر به په پېښه کې ښکيل کسان ونيسي.
دا چاودنه داسې مهال را منځ ته شوه چې په مدرسه کې دننه د قران کريم ختم روان و او پر برياليو زده کوونکو انعامونه ويشل کېدل.
د فراغت دغه مراسمو ته د زده کوونکو او ښوونکو تر څنګ د طالبانو پلرونو هم ورغلي وو.
دې چاودنې بیا په خلکو کې ویره را خپره کړه او ډيری وايي چې حکومت د ترهګریزو پېښو په مخ نيوي کې پاتې راغلی.








