ملي عوامي ګوند وايي 'پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي'

د عکس سرچینه،
- Author, ايوب ترين
- دنده, کوټه
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ویلي، چې د پاکستان مرکزي حکومت د سخت دريځو او مذهبي تندلارو ملاتړ کوي.
دوی ویلي همدا لامل دی چې هېواد ناامنه شوی، او ان ګاونډی افغانستان هم ټیکاو ته نه پرېږدي.
دغه ګوند په ګوټه کې د هزاره ګانو او کراچۍ کې د بښتنو د وژنې پرضد دا څرګندونې د کوټې په یوه احتجاجي غونډه کې کړې دي.
د ملي عوامي ګوند په ملاتړ راټولو شوو لاریون کوونکو د کوټې ښار پاچاخان څلورلارې ته څېرمه غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د هزاره ګانو ګڼو استازو هم ګډون کړی و.
دې غونډې ته ویناوالو ایالتي حکومت د صوبې د امنیت په خوندي کولو کې پاتې وباله.
دوی ویل، چې کراچۍ کې د پښتنو د وژنې تر شا د پاکستان د مرکزي حکومت لاس دی.
د غونډې یوه ویناوال، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ایالتي سرمنشي عبدالرحیم زیارتوال وویل، چې لاهم افغانستان کې د پاکستان له خوا لاسوهنه روانه ده.








