په کورمه کې پر پاکستاني پوځ بريد شوی

پاکستاني چارواکي وايي دوه سرتيري يې په کورمه ايجنسۍ کې د وسله والو په يوه برید کې وژل شوي دي.
بريد د افغانستان پولې ته نژدې د پاکستان په قبایلي سیمه- کورمه ایجنسۍ کې د پوځيانو پر یوې پوستې شوی دی.
د پاکستاني پوځ په وينا شاوخوا ۲۰ وسله والو پر پوستې بريد کړی چې په ځوابي ډزو کې د هغوى څلور تنه يې وژلي دي.
دوی وايي اورپکو له توغنديو هم کار اخيستى دى.
سیمې ته د ژونالستانو او مرستندویه کارکوونکو لاسرسی ګران دی، نو د سر زيانونه په خپلواک ډول نشي کره کېداى.
کورمه د ډيورنډ کرښې ته څېرمه له اوو قبايلي سيمو څخه يوه ده چې اورپکي پکې ډېر فعال دي.
چارواکي وايي له طالبانو او القاعدې سره تړلو کسانو همدا ځاى پر پاکستاني، افغان او نړيوالو ځواکونو د بريد لپاره مورچل گرځولى دى.
کورمه ايجنسي ډيورنډ ليکې ته څېرمه پرته ده خو سياسي اداره يې مخامخ د اسلام آباد په لاس کې ده.
دا په قبايلو کې يوازینۍ سيمه ده چې استوګن يې تر ډيره د توري قام پښتانه شيعيه ګان دي. د توريانو تر څنګ بنګښ هم په کورمه له پخوا راهيسې مېشت دي.
له تيرو څو کلو را هيسې د نا امنيو تر څنګ، د شيعيه - سني توکميز تاوتريخوالى هم د کورمې د ورځني ژوندانه برخه گرځېدلې، چې ويل کېږي تر ډېره پکې بهرني اورپکي لاس لري.
واشنگټن د پاکستان قبايلي سيمې په نړۍ کې له خورا خطر ناکو څخه بولي او د القاعدې د نړيوالې ځالې نوم ورکړ شوى دى.








