پاکستان کې پټرول او ډيزل ۳۵ روپۍ نور قیمته شول

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان مالیې وزیر اسحاق ډار اعلان کړی چې په دغه هېواد کې به د پترولو نوي نرخونه سملاسي عملي کیږي.
له نوي اعلان سره هلته د پټرولو او ډيزلو هر لېټر ۳۵ پاکستانۍ کلدراې لوړ شوي.
له دغو نوي رسمي نرخونو سره پاکستان کې د یو لېټر پټرولو قیمت ۲۵۰ او د ډېزلو نرخ نږدې ۲۶۳ روپیو ته رسیدلی.
د دغه هېواد له بېلابېلو ښارونو په دې وروستیو څو پرلپسې ورځو کې د پټرولي مصنوعاتو د کمښت راپورونه ورکول کیږي، تر دې چې موټر چلونکو تر ساعتونو ساعتونو انتظار سره پټرول نه شوای اخیستی.
د پاکستان مالیې وزیر ویلي د دې د تیلیو بیو کابو کولو لپاره یې سملاسي د نرخونو لوړولو پرېکړه کړې.
هغه نن یکشنبه په اسلام اباد کې د "باچا خان، ولي خان او یوویشتمې پیړۍ" اړوند یوه غونډه کې ټينګار وکړ چې د اقتصادي کړکېچ کابو کولو لپاره د ځينو لویو پرېکړو اړتیا ده.
د ده په وینا هېواد ته یې په کار دي چې له بهرنۍ غلامۍ ځان وژغوري او د دې لپاره تر هغې چې له مالي اړخه ځينې پرېکړې ونکړي هېواد به یې همداسې سوال کولو ته اړ وي.
ښاغلي ډار یو ځل بیا تور پورې کړ چې د عمران خان په تېرو ۵ کالو کې د هېواد اقتصاد په بشپړ ډول برباد شوی او له دوی سره هم داسې جادو او لار نشته چې هر څه دې په څلورو میاشتو کې سم کړي.
له رسنیو سره په خبرو کې دغه پاکستاني لوړ پوړي مالي مسول ویلي" جوړ شوی کړکېچ به اوس وخت اخلي او باید هڅه وشي چې هېواد یو ځل بیا په سم لوري روان شي."

د عکس سرچینه، Peshawar admin
"چا چې پټرول پمپونه بند کړي. پر وړاندې دې یې قانوني چلند وشي"
همدې مهال د مسلم لیګ یو مشر او د پاکستان اوسني دفاع وزیر خواجه اصف ویلي "هغه پټرول پمپونه دې بند کړای شي چې تېره شپه یې د نوي نرخونو تر اعلانه په خلکو پترول درولي وو."
په پاکستان کې د پټرولو او ډيزلو د سختې کمۍ او قیمتۍ سره هم مهاله دغه پاکستاني چارواکي ویلي "مسولینو ته په کار ده هغه پټرول پمپونه چې د خلکو له مجبورۍ استفاده کوي وتړي دوی دې د هغو شرکتونو پر وړاندې هم دعوه وجنګوي چې له دې لارو ډېر پیاوړي شوې او پرېکړې ننګوي."
د نوموړي په وینا "سمه ده چې مونږ په حکومت کې یو او د داسې کړنو پر وړاندې مسول یو خو د داسې کړنو بیه عام ولس پرې کوي او کاروباري خلک لا پیاوړي کیږي او د خلکو له مجبورۍ پیسې جوړوي."

د عکس سرچینه، Getty Images
په دغه هېواد کې له څو ورځو راهیسې د بیو د لوړیدو اټکل کیده او له همدې کبله ځينې ځایونه پټرول پمپونو خلکو ته تېل نه ورکول او یا خو له ډېر انتظار وروسته په سختۍ ورکول کیدل.
ښاغلي اصف ادعا کړي چې په پاکستان کې د ډالرو پر وړاندې د پاکستاني روپیو ارزښت په کمولو کې هم ځينې بانکونه ښکیل دي، هغه ټينګار وکړ " د دې بانکونو پر وړاندې دې هم قانوني چلند وشي."












