پاکستان کې د تېلو بیې یو ځل بیا زیاتې شوې

د عکس سرچینه، EPA
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي لندن
د پاکستان خزانې وزیر مفتاح اسماعیل وايي، له نن (چهارشنبې) شپې ۱۲ بجې وروسته به د پټرولو هر لیټر بیه ۲۴ روپۍ زیاته شي.
د یادونې ده، چې د تېرې مې میاشتې له وروستیو راهیسې پاکستان حکومت دریېم ځل د پټرولو بیه زیاته کړې.
د نوي حکومتي اعلان له مخې به په پاکستان کې د یو لیټر پټرولو بیه ۲۳۳ روپۍ او ۸۹ پیسې او د ډیزلو یوه لیټر بیه له ۵۹ روپۍ اضافې سره ۲۶۴ روپیو ته ورسېږي.
ښاغلي اسماعیل د چهارشنبې پر ورځ یوې خبرې غونډې ته وینا کې وویل، حکومت اړ شوی، چې د نفتو بیې لوړې کړي. نوموړي زیاته کړه: ''د حکومت لپاره دا اسانه پرېکړه نه ده، تر څو میاشتو پورې به دا ستونزه وي، له دې کبله موږ له ولسه بخښنه غواړو. ''
هغه وویل، د پخواني لومړي وزیر عمران خان حکومت په وروستیو ورځو کې د نفتو بیې کمې کړې او سیلز ټیکس یا د پلور لړ کې اخیستل کېدونکې مالیه یې ختمه کړه، چې له کبله یې زیان اوښتی.
ښاغلی اسماعیل وايي، په نړیوال بازار کې د خامو تېلو یوه بېرل بیه ۱۲۰ ډالره ده او په وینا یې له دې حسابه اوس هم د بیو له لوړېدو سره سره په یوه لیټر تېلو کې حکومت ته ۲۴.۳ روپۍ زیان اوړي.
نوموړي ادعا وکړه، چې له نړیوال وجهي صندوق سره د عمران خان حکومت هوکړې له مخې باید د پټرول بیه ۲۳۴ روپیو ته رسېدلې وای.
د تېلو تر څنګ پاکستان کې د برېښنا یوه یونټ بیه کې هم د جون میاشتې لومړیو کې د ۷.۹۱ روپیو زیاتوالی منظور شوی، چې د مسوولینو په وینا د جولای میاشتۍ له لومړۍ نېټې به عملي کېږي.
د مخ پر ځوړ اقتصاد رغاونې هڅې

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال خدای نور ناصر په خپل رپوټ کې کاږي، په داسې حال کې چې پاکستان کې اقتصادي بحران روان دی، چارواکي هڅه کوي مخ پر ځوړ اقتصادي حالت ښه کړي او خلکو ته ډاډ ورکړي چې د وخت له تېرېدو سره به هر څه بېرته عادي وضعیت ته راوګرځي.
د میا محمد شهباز شریف په مشرۍ اییتلاف حکومت تېره جمعه د ۲۰۲۲-۲۰۲۳ لپاره کلنۍ بودیجه اعلان کړه او پکې یې د نژدې پنځه سلنه اقتصادي ودې هدف ټاکلی، خو د پیسو نړیوال صندوق یا ای ایم ایف بیا د پاکستان همدې بودیجې ته په غبرګون کې ویلي چې د دوی له پروګرامونو سره د همغږۍ کولو لپاره ښايي ځینې نورو ګامونو اخیستو ته هم اړتیا وي.
د مې په وروستیو کې د پاکستان حکومت او نړیوال وجهي صندوق 'ای ایم ایف ' تر منځ پاکستان ته د تازه پور ورکولو لړ کې مذاکرات پای ته ورسېدل او ای ایم ایف مسوولینو په یوه اعلامیه کې وویل، هغه سبسډي چې پاکستان حکومت یې د تېلو او برېښنا بیو لړ کې ولس ته ورکوي، له دوی سره له شوې هوکړې سره متضاده ده.
پاکستان حکومت د سږ کال بودیجه کې د مالیې تر ټولو لوړ هدف د نفتو لپاره ټاکلی، چې تر راتلونکي مالي کال پورې باید له همدې لارې ۷۵۰ میلیارده روپۍ ترلاسه کړي.
د یادونې ده، چې حکومت روان کال له دې لارې یوازې ۱۳۵ میلیارده روپۍ ترلاسه کړې، چې مخکیني او اوسني حکومت د تېلو بیو نه لوړولو له کبله یو وخت دا عاید صفر ته رسولی و.

د عکس سرچینه، Reuters
د یادونې ده، چې په تېره فبرورۍ میاشت کې د تحریک انصاف حکومت د تېلو بیو نه زیاتولو اعلان وکړ، چې د لومړي وزیر عمران خان پر ضد د پاکستان پارلمان کې د بې باورۍ تحریک له کامیابېدو وروسته اوسني اییتلافي حکومت هم تر څه وخته پخوانۍ بیې پر ځای وساتلې.
وروسته بیا د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل له څرګندونو معلومېده، چې تر ډېره پخوانۍ بیې ښايي پر ځای پاتې نه شي، چې د مې میاشتې پر همداسې وشول او د پټرولو بیه کې د ۳۰ روپیو له ریکارډ کچې زیاتوالي سره د نفتو بیو زیاتولو لړۍ پیل شوه.
که یوه لور ته ځینې پاکستاني ماهرینو له مخکې وړاندیزونه کول چې د تېلو بیو له زیاتولو پرته حکومت بله لار نه لري، نو بل لور له دې کبله د اړتیا وړ توکو بیو احتمالي ګرانۍ ډېر پاکستانیان اندېښمن کړي او د حکومت پر پرېکړو نیوکې کوي.










