پاکستان؛ د تېلو بیې لوړې شوې، شهباز شریف وايي، ټولټاکنې به ۱۵ میاشتې وروسته کېږي

د عکس سرچینه، AFP
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي لندن
د پاکستان خزانې وزیر مفتاح اسماعیل ویلي، په هېواد کې د پټرولو او ډيزلو د هر یوه لیټر بیه ۳۰ روپۍ زیاتوي.
پلازمېنه اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وینا کې ښاغلي اسماعیل وویل، له دې وروسته به د یو لیټر پټرولو بیه ۲۰۹ روپۍ او ۸۶ پیسې او د یوه لیټر ډیزلو بیه ۲۰۴ روپۍ او ۱۵ پیسې وي.
نوموړي دغه راز وویل، د 'لایټ ' ډیزلو بیه هم زیاته شوې، نوې بیه ۱۷۸ روپیو ته رسېدلې او د خاورو تېلو یا کروسین د یوه لیټر بیه ۱۸۱ روپۍ ۹۴ پیسو ته رسېدلې.
د ښاغلي اسماعیل په وینا تر ۳۰ روپیو پورې د یوه لیټر پټرولو بیې زیاتولو سره - سره حکومت ته نهه روپۍ زیان اوړي، ځکه په وینا یې ''موږ د نفتو بدل کې هیڅ مالیه نه اخلو. ''
په ورته مهال د پاکستان مرکزي بانک کې د بهرنیو اسعارو زېرمې کمېږي او د ټولټال زېرمو کچه ۱۵ میلیارده او څه باندې اووه سوه میلیونو ته ټیټه شوې ده.
د رپوټونو له مخې د بهرنیو پورونو یوې برخې له پرې کولو وروسته د پاکستان مرکزي بانک کې د بهرنیو اسعارو زېرمه له لس میلیارده ډالره کمه شوې ده.
بل لور د پاکستان خزانې وزیر وايي، چین پاکستان ته د دوه اعشاریه درې میلیاردو ډالرو پانګې بیا ورکړه منلې ده.
نوموړی په یوه ټویټر پیغام کې زیاتوي: ''له چینايي بانکونو سره د بیا پانګونې لړ کې پرمختګ شوی دی. ''
ښاغلی مفتاح زیاتوي له رسمي منظورۍ وروسته به دغه پیسې پاکستان ته ولېږدول شي او د هېواد بهرنیو اسعارو زېرمو کې به د ثبات راوستلو لړ کې مرسته وکړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
په ورته مهال د پاکستان لومړی وزیر میا شهباز شریف وايي، په هېواد کې د تېلو او ګاز بیې ځکه لوړې شوې، چې په وینا یې په نړیوال بازار کې دغه بیې پورته شوې دي او ''موږ هغو هېوادوالو ته سبسډي ورکولو چې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. ''
ښاغلي شریف د ترکیې له ټي ار ټي خبري شبکې سره یوه مرکه کې ویلي، حکومت یې له ننګونو او ستونزو سره د مبارزې پرېکړه کړې، د دې لپاره به وسایل ترلاسه کړي، د دوستو هېوادونو مرسته به وغواړي او د بیوزلۍ له منځه وړلو لپاره به د بیارغاونې چارې ترسره کړي.
یوې پوښتنې ته په ځواب کې چې په دومره لږ وخت کې به څنګه اهداف ترلاسه کړي، ښاغلی شریف وايي، ''لنډمهاله اقدامات کوو، که (بیا) واک ترلاسه کړو، له ټول توان سره به د پرمختګ، سوکالۍ او سولې پر اجنډا کار وکړو. ''
۱۵ میاشتې وروسته ټولټاکنې کېږي

د عکس سرچینه، TRT
د پاکستان لومړی وزیر وايي، حکومت له قانون سره سم بدل شوی او راتلونکې ټولټاکنې به ۱۵ میاشتې وروسته کېږي.
لومړي وزیر شریف وویل، د پاکستان ټولټاکنې به له ټاکلي وخت سره سم د ۲۰۲۳ کال په اګست یا سپتمبر میاشت کې وشي.
بل لور په ناڅاپي ډول د تېلو بیو ګرانېدو له کبله د مخکیني لومړي وزیر عمران خان تحریک انصاف ګوند پر حکومت سختې نیوکې کړې.
عمران خان په یوه ټویټر پیغام کې له پاکستانیانو غوښتي چې د جمعې له لمانځه وروسته لارو، کوڅو ته ووځي او په وینا یې د ''وارد شوي حکومت ولس دښمنه اقدماتو او اقتصادي ویجاړۍ رامنځته کولو پر ضد سوله ییز اححتجاج '' وکړي.
ښاغلی خان وايي، پاکستانیان به د بیو د ګرانۍ دروند بار پر اوږو وړي، ''د اړتیاوړ توکو بیې به زیاتې شي، د برېښنا بیو کې د اتو روپیو زیاتوالی به ټول هېواد ولړزوي، د ګرانۍ احتمالي کچه به ۳۰ سلنې ته ورسېږي، چې تېرو ۷۵ کلونو کې ساری نه لري. ''








