د پاکستان وضعیت په اړه د مالیې وزیر لانجمنو څرګندونو ته غبرګونونه

اسحاق ډار

د عکس سرچینه، Getty Images

په پاکستان کې دې ورځو کې یوه پوښتنه ډېره کېږي "ډالر په څو دي؟"

په دې اړه اندېښنې او د خلکو تر منځ ډار له هغې وروسته لا پسې ډېر شوی چې په دې ورځو کې د ډالرو نرخ ان له ۲۶۲ کلدارو واوښت او خوراکي لومړني توکي بې ساري ګران شوي.

د ډالر پر وړاندې پاکستانۍ کلدراه په یوه ورځ کې له څه کم ۲۴۰ څخه څه باندې ۲۶۰ ته ورسېده، دا اندازه کمساری ټېټوالی ښیی.

په همدې مهال په پاکستان کې د ګرانۍ او ټولنیز ژوندانه په اړه د دغه هېواد د مالیې وزیر اسحاق ډار خبرو هم د "خلکو په زخمونو لا مالګه شیندلې."

ښاغلي ډار د جمعې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې د اوسنیو ستونزو پړه د عمران خان په تېر حکومت واچوله او ویې ویل "د پاکستان ساتنه، پرمختګ او سوکالي د خدای ذمه واري ده."

تېر کال ورته یو بیان په افغانستان د طالبانو لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند هم ورکړی و. هغه ولس ته په یوه وینا کې وویل په افغانستان کې ناورین د دوی له راتګ سره نه دی راغلی بلکې له وړاندې داسې و "امارت خلکو ته ازادي اخیستي، خو د رزق ژمنه یې نده کړې، د رزق وعده الله تعالی کړي، راځئ هغه ذات ته بغارې کړو څو ستونزې راته حل کړي."

په پاکستان کې د اسحاق ډار له دې بیان سره پر ټولنیزو رسنیو او تلویزیوني بحثونو کې پر حکومت د خلکو انتقادونه لا ډېر شوې او ځینو خو یې وروستۍ کړنې په افغانستان کې له وضعیت سره ورته بللې.

اوس ځینو کارونکو په اسحاق ډار له نیوکو ور ها خوا د هغه د استعفا غوښتنه کړي او ویلي یې دي" د چارو او خرابیو ذمه خدای ته پرېښودل پخپلو ناکامیو اعتراف دی."

په دې اړه د پاکستانیانو لخوا پر ټوېټر ګڼې لیکنې خپریږي. یوه یې لیکلي "اسحاق ډار په ښکاره د خپلو ناکامیو اعلان وکړ، هغه وایې اوس به زمونږ هېواد خدای چلوي دا ځکه چې دوی د دې وړ نه دي چې هېواد له روان کړکېچه څنګه وباسي."

ډالر

د عکس سرچینه، Getty Images

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار د وزیر په توګه د دندې د پیل پر مهال ویلي و، حکومت به یې د ډالرو نرخ له ۲۰۰ کلدارو ټیټ وساتي. خو له تېرې ورځې راهیسې د کلدارو ارزښت په بې سارې ډول لویدلی او د پاکستان د اقتصادي وضعیت په اړه د لا سختو پرېکړو اټکلونه هم کیږي.

"پخوا به مو له یوه نیم پياز سره ډوډۍ خوړه، اوس هغه نه کېږي "

پيازو کاروباري

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د دېګ پخولو لپاره لومړنۍ شی پياز دی او د یوې کیلو پيازو نرخ دا وخت پاکستان کې له ۲۶۰ کلدارو اوړي، په همدې ډول د اخلي پخلي یا خوړلو اغوستلو هر شي نرخ د پخوا پرتله کمساری لوړ شوی.

د پېښور په سبزي مارکېټ کې د غلام خان په نوم یوه کاریګر پاکستان کې د نرخونو او وضعیت په اړه له بي بي سي سره په خبرو کې وویل "مونږ بې وزله غریبکاران به چېرې ولاړ شو، مخکې به که خوراکي څه شی پیدا نشوه له یوه پیاز سره به مو ډوډۍ خوړه، اوس د یوه ۲۰۰ ګرامه پیاز قمیت له ۴۰ تر ۵۰ روپیو دی چې زمونږ له وسه وتلي، پخوا به دا پياز په ۱۰ روپیو پیدا کېده"

د پیازو مارکېټ

د عکس سرچینه، Getty Images

په پاکستان کې که د نورو شیانو نرخونه د ډالرو په نرخ پورې تړلي، پياز یې تر ډېره خپل تولیدات دي خو ویل کیږي سږ کال کمسارو سیلابونو د دغه هېواد فصلونه سخت زیانمن کړي. له همدې امله سږ کال د افغانستان کرنیز محصولات د تېرو کلونو پرتله په لوړه بیه پاکستان ته وړل کېدل.