سوات کې د زدکوونکو پر موټر برید شوی

د عکس سرچینه، SocialMedia
د کوزې پښتونخوا له سوات رپوټونه وايي چې هلته د ښوونځي پر یوه ګاډي د وسله والو په ډزو کې موټرچلوونکی وژل شوی او دوه زدکوونکي ژوبل دي.
د ځايي رسنیو د رپوټونو له مخې دغه برید د سوات په چارباغ سیمه کې نن دوشنبه داسې مهال شوی چې شاوخوا لس کاله مخکې هم پر دې ورځ ملاله یوسفزۍ د ورته برید ښکار شوې وه.
تر اوسه د دغه برید مسولیت کومې ډلې نه دی منلی
پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې ټپي زدکوونکي روغتون ته لېږدول کېږي.
د ښوونځي ادارې حکومت ملامت کړی چې ګواکې د زدکوونکو په خوندیتوب کې پاتې راغلي دي.
"پښتانه یو ځل بیا د لېوانو خولو ته وراچول کېږي"
د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د وزیرستان استازي محسن دوړ ویلي، ښکاري دولت پر سوات خپل کنټرول یو ځل بیا له لاسه ورکوي او په خبره یې، دغه برید باید ورته د بېدارۍ زنګ و اوسي.
ښاغلي دوړ همدا راز لیکلي چې پښتانه یو ځل بیا د لېوانو خولو ته وراچول کېږي، "د ترهګرۍ او تاوتریخوالي په اړه د سوات خلکو اعتراضونه له پامه وغورځول شول. پښتانه یو ځل بیا د لېوانو خولو ته وراچول شوي دي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
پښتون ملتپال سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې یا سنا پخواني غړي افراسیاب خټک هم د دغه برید په تړاو پرخپله ټوېټرپاڼه پاڼه حکومت او طالبان دواړه پوښتلي دي او لیکلي یې دي، "ایا طالبانو پر ملالې یوسفزۍ د برید دولس کلني نمانځله او که دا څه په پښتونخوا کې د ریاست په خوښه د طالبانو بېرته فعالول دي؟ ایا د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته پښتنو د دولت له لوري خوندیتوب له لاسه ورکړی دی؟"
د یادولو ده چې پر ملالې یوسفزۍ ورته برید د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر پر نهمه نېټه هغه مهال په سوات کې شوی و چې دا ښوونځي ته پر لاره وه. وسله وال یې موټر ته وروختل او پر دې یې ډزې وکړې.
په دغه برید کې ملاله سر ته ویشتل شوې وه خو وژغورل شوه او دوه ملګرې یې هم ژوبلې شوې وې.
د هغه برید مسولیت تحريک طالبان پاکستان منلی و خو دغه برید یې غندلی او ویلي یې دي چې دوی نه دی کړی.
د تحريک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی د ښوونځيو پر موټرو د بریدونو غندنه کوي او د "دوښمن" داسې پېښو ته د ناامنۍ نوم ورکوي. ښاغلي خراساني همدا راز ویلي، "د دوی هدفونه خلکو ته ښه مالوم دي."
په دې وروستیو کې د سوات دره یو ځل بیا د بېلا بېلو بریدونو شاهده سیمه ده. هلته د طالبانو د فعالیتونو بیا پيلېدو او د بریدونو ډېرېدا خلک اندېښمن کړي دي.
.









