تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کراچۍ کې په څلورمه قضیه کې هم د علي وزیر ضمانت ومنل شو
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، د علي وزیر څلورمه قضیه کې هم د خوشي کېدو ضمانت منل شوی دی.
منظور پښتین زیاتوي، د ښاغلي وزیر ضمانتونو لپاره به بېخي ډېرې کلدارې د ضمانت په توګه جمع کوي چې د ده په خبره "اوس به د دې لپاره چنده کوي".
بلخوا ځینې سرچینې وايي، د ښاغلي وزیر بندي ساتلو لپاره د پښتونخوا په بنو کې هم د پولیسو یو بل رپوټ شته او کېدای شي، نوموړی اوس د بنو زندان ته ولېږدول شي.
خو منظور پښتین بي بي سي سره خبرو کې وویل "هغه دومره لویه قضیه نه ده خو موږ له اوسه لا په هغه قضیه کې هم د ضمانت اخیستلو هڅې کوو."
ښاغلی وزیر درې ورځې وړاندې د کراچۍ زندان کې تر ناروغېدو وروسته هلته یوه روغتون ته لېږدول شوی او پلویان یې وايي، لا هم په روغتون کې دی.
منظور پښتین پر خپل ټویټر لیکلي،چې پر علي وزیر سربېره د پښتون ژغورنې غورځنګ د دوو نورو غړو محمد الله او علاولدین ضمانتونه هم شوي دي.
ښاغلی وزیر د ۲۰۲۰ کال له دسمبر میاشتې راهیسې په زندان کې دی او پر ضد يې لږ تر لږه د پولیسو څلور رپوټونه وو، چې په درېیو قضیو کې يې ضمانت منل شوی او په څلورمه قضیه کې يې لا هم ضمانت نه دی منل شوی.