علي وزیر وايي روغتون کې دوه بریدونه پرې شوي، ژوند یې خطر کې دی

د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د خلکو استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ علي وزیر وايي، تېره شپه د کراچۍ په جناح روغتون کې ورباندې دوه بریدونه شوي دي.

اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال خدای نور ناصر وايي، ښاغلی وزیر پرون تر هغه وروسته پولیسو جناح روغتون ته منتقل کړی و، چې د پاکستان د ملي اسمبلۍ مشر يې په غونډه کې د ګډون لپاره د خوشي کېدو امر ورکړ.

خو د دې پر ځای چې هغه اسلام اباد ته منتقل شوی وای، پولیسو جناح روغتون ته لېږدولی دی.

بېګا ناوخته په پاکستان کې پر ټولنیزو رسنیو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ علي وزیر داسې ويډيو او عکسونه خپاره شول، چې دی پکې وايي، د کراچۍ په جناح رغتون کې پر هغه دوه بریدونه شوي او ادعا يې کړې وه، چې په روغتون کې يې ژوند ته خطر دی:

"په ما دوه بریدونه وشول، یو چې څنګه راغلم او اوس یو بل راباندې وشو. زه دوی ته وایم چې ما بېرته زندان ته ولېږدوئ، ځکه زه دلته خوندي نه یم".

پر عالي وزیر د برید غندلو لپاره ګڼ شمېر خلک د کوټې چمن کې لارو کوڅو ته وتلي وو.

ښاغلي وزیر تردې بریدونه وروسته احتجاجاً بېرته زندان ته او یا هم د اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون خواست کړی دی.

تېره شپه تردې بریدونو وروسته د نوموړي داسې عکسونه خپاره شول، چې پکې نوموړی په لوڅو پښو پر مځکه ناست تر سترګو کېږي.

تردې وړاندې وړمه ورځ د پاکستان د ملي اسمبلۍ سپیکر د ښاغلي وزیر د اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره د هغه د خوشي کېدو امر ورکړی و، خو د نوموړي پلویان وايي، پر ځای ددې چې دی اسلام اباد ته راوړل شوی وای او دلته يې د اسمبلۍ په غونډه کې ګډون کړی وای وايي، هغه يې جناح روغتون ته منتقل کړ.

د علي وزیر په خبره جناح روغتون ته وړلو خواست ده ان څو میاشتې وړاندې کړی و.

په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړی نور الله ترین وايي، جناح روغتون ته د پولیسو ګاډي ورغلې او دا ښکاري، چې نوموړی به زندان یا هوايي ډګر ته ولېږدوي.

علي وزیر چې شاوخوا یو نیم کال وړاندې په پېښور کې نیول شوی و، پر هغه تور دی، چې د پاکستاني پوځ پر ضد يې ویناوي کړې دي.

که څه هم په دې وروستیو په ځينو کیسونو کې د هغه ضمانت منل شوی، خو په ورته وخت کې ورباندې ځينې نور تازه د پولیسو رپوټوڼه هم ثبت شوي دي.