پاکستان سترې محکمې د علي وزیر ضمانت ومانه

د پاکستان سترې محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر او د د غه هېواد پارلمان غړي علي وزیر د ضمانت غوښتنه تایید کړې ده.

ښاغلی وزیر د ۲۰۲۰ کال دسمبر پر ۱۶ مه د سند ایالت پولیسو په غوښتنه د خیبر پښتونخوا په پېښور کې نیول شوی و.

پر نوموړي د همدې کال دسمبر پر شپږمه کراچۍ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د پاکستان پوځ پر ضد پاروونکې وینا تور پورې شوی و.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په دې هکله یوه ټویټر پیغام کې وايي: ''بالاخره سترې محکمې د علي وزیر ضمانت ومانه. نوموړی تر یوه کاله پورې د هغو تورونو له کبله زنداني و، چې سیاسي بنسټ یې درلود. هیله ده چې حنیف او اوویس به هم ژر تر ژره خوشي شي. ''

نوموړی زیاتوي: ''له هغو ټولو (مدافع) وکیلانو، سیاسي ګوندونو او خبریالانو مننه چې د علي وزیر غږ یې پورته کړ. ''

د نېشنل دیموکراتیک موومنټ ګوند مشر د پاکستان پارلمان غړي محسن دوړ په یوه ټویټر پیغام کې په دې هکله لیکلي: ''مبارک شه، د سترې محکمې قاضیانو طارق مسعود او جمال مندوخېل د علي وزیر ضمانت منلی دی. ''

نوموړی زیاتوي: '' علي وزیر د یوې وینا له کبله ۱۱ میاشتو پورې زنداني و، ډېر وخت پکې تېر شو، خو د خوښۍ ځای دی چې علي وزیر به په ضمانت خوشی شي. ''

ګلالۍ اسماعیل وايي ''د ارام ساه. هیله منه یم له هغو سره به یوه ورځ حساب کېږي چې علي وزیر یې زنداني کړی و او زرګونه رایې ورکوونکي یې پارلمان کې له استازولۍ محروم کړي وو. ''

محکمه کې د علي وزیر ضمانت درخواست په هکله د بحث لړ کې قاضي مندوخېل وویل: ''ایا د علي وزیر تورونو په هکله پارلمان کې باید بحث و نه شي؟ ''

نوموړي زیاته کړه، ''علي وزیر شکایت کړی و، باید ګیله یې ختمه کړل شوې وای، په ټټر پورې د خپلو نیولو پر ځای ولې د پردو په نظر ورته کتل کېږي؟ ''

قاضي جمال مندوخېل پوښتنه وکړه، ''که د علي وزیر یو تور هم رښتیا ثابت شي، بیا به څه کېږي؟ ''

بل لور د سند ایالت لویې څارنوالۍ محکمې ته وویل، پر علي وزیر نور هم ورته تورونه شته او باید په هېڅ یوه قضیه کې یې ضمانت و نه شي.