تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
علي وزیر له زندانه روغتون ته وړل شوی
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان د ملي اسمبلۍ زنداني غړی علي وزیر په زندان کې له ناروغۍ وروسته پولیسو په روغتون کې بستړ کړی.
چارواکي وايي د نوموړي درملنه لا هم روانه ده. د ښاغلي وزیر وکیل قادر خان له بي بي سي پښتو سره خبرو کې وویل، ده ته ویل شوي، چې علي وزیر د ناروغۍ له امله پولیسو روغتون ته وړی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ یوه فعال الله نور ترین بیا له بي بي سي سره خبرو کې وویل، ښاغلی وزیر د معدې ناروغي لري او اوس هڅه کوي، چې له سرکاري روغتونه يې شخصي روغتون ته ولېږدوي او هلته يې معاینې وکړي.
نوموړی وايي "د علي وزیر په معده کې درد وي اوس ځينو ډاکټرانو راته وویل، چې دا د تریخي درد دی. دلته په سرکاري روغتون کې د یکشنبې د رخصتۍ له امله معاینې نه کېږي، نو موږ له پولیسو غوښتنه کړې، شخصي روغتون ته یې د لېږد اجازه راکړي."
ښاغلی وزیر د ۲۰۲۰ کال له دسمبر میاشتې راهیسې په زندان کې دی او پر ضد يې لږ تر لږه د پولیسو څلور رپوټونه وو، چې په درېیو قضیو کې يې ضمانت منل شوی او په څلورمه قضیه کې يې لا هم ضمانت نه دی منل شوی.
د ښاغلي وزیر وکیل قادر خان زیاتوي، سبا "دوشنبه" به یو ځل بیا د همدې ضمانت لپاره اورېدنه وي، چې تردې وړاندې بیا بیا د بېلا بېلو دلیلونو له امله دغه اورېدنې ځنډول شوې دي.
د علي وزیر پلویان تور پورې کوي چې "د دغه کار ترشا د غیر جمهوري قوتونو فشار دی" او زیاتوي چې د هغوی په خوښه د ښاغلي وزیر ضمانتونه نه منل کېږي او له زندانه نه خوشی کېږي.
د ښاغلي وزیر د خوشېدو لپاره په کوټه او پښتونخوا کې پخوا څو څو ځله لاریونونه هم شوې دي.