وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو برید شوی، 'سوات کې تښتول شوي سرتېري خوشي شوي'

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د پښتونخوا په سوات سیمه کې ځايي طالبانو د پاکستاني پوځ او پولیس نیولي سرتېري تر هغه وروسته خوشي کړي، چې ځايي خلک طالبانو ته په جرګه ورغلي. هلته په سیمه کې اوس ځينې سرچينې وايي، امنیتي ځواکونو ددې طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي دي.
بل خوا په اسلام اباد کې د پاکستان پوځ وايي، په شمالي وزیرستان کې د دوی پر یوې قافلې ځانمرګي برید کې لږ تر لږه څلور پوځيان وژل شوي دي. ددې پېښې مسوولیت لاهم کومې ډلې نه دی منلی.
د سوات د مټې سیمې پولیس وايي، هغه امنیتي سرتېري چې پرون دوشنبه ځايي طالبانو نیولي وو، د ځايي جرګې په غوښتنه خوشي شوي دي.
په یاده سیمه کې د چوپریال پولیسو تاڼې یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي، د ښار د پولیسو مشر پير سید او ورسره نور نیول شوي امنیتي سرتېري ځايي طالبانو تر هغه وروسته خوشي کړل، چې ددې چارواکي په خبره یوه درې کسیزه جرګه طالبانو ته ورغله.
یاد چارواکی زیاتوي، د پولیسو مشر پیر سید ټپي دی او اوس د سوات په یوه روغتون کې بستري دی.
تراوسه ددې پېښې په هکله رسنیو ته د پولیسو مشران او یا هم د ایالتي حکومت لوړپوړو چارواکو هیڅ مالومات نه دي ورکړي، خو په سیمه کې د شهزاد عالم په نامه یو ځايي خبریال وايي، ځايي طالبانو پولیس سرتېري پرون دوشنبه هغه مهال نیولي وو، چې دده په خبره هغوی په سیمه کې عملیات کول. دی وايي:
''دوې ورځې وړاندې په همدې سیمه کې پر پولیسو ډزې شوې، چې بیا د ډي ایس پي پير سید په مشرۍ کې پولیسو هلته عملیات کول، چې طالبانو تښوولي وو. ''
پر ټولنیزو رسنیو د ځايي طالبانو له لوري په خپرې شوې یوې ويډيو د پولیسو له مشر پير سید سره دوه نور کسان هم تر سترګو کېږي او یو يې ځان د پاکستاني پوځ سرتېری یادوي. په دې ويډيو کې د ښار د پولیسو مشر پير سید په ټپي حالت کې پر مځکه پروت لیدل کېږي.
که څه هم ځايي پولیس او چارواکي ددې پېښې په هکله رسنیو ته هیڅ مالومات نه ورکوي، خو ځينې سرچینې وايي، د ځايي طالبانو له لوري په تښتوول شويو کې د پاکستاني پوځ درې سرتېري هم وو، خو خپله پوځ لا هم ددې پېښې په هکله هیڅ نه دي ویلي.
په مټه سیمه کې ځايي اوسېدونکي وايي، دغه طالبان د بالاسو په غرونو کې اوسي او ادعا کوي، چې د دوی په شتون ځايي خلک او چارواکي ټول خبر دي. په پښتونخوا ایالت کې ځينې سیاستوال ان پر ایالتي حکومت لا تور پورې کوي، چې طالبان ان د ایالتي حکومت له چارواکو هم په زوره کلنګ اخلي.
بل خوا په راولپينډۍ کې د پاکستاني پوځ له مرکزي دفتره رسنیو ته په خپاره شوي یوه بیان کې ویل شوي، د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د دوی پر یوې قافلې ځانمرګی برید شوی، چې په خبره يې لږ تر لږه څلور سرتېري يې وژل شوي دي.
ددې برید مسوولیت د رپوټ تر بشپړېدو کومې ډلې نه دی قبول کړی.









