سوات: ځانمرګي برید کې ۱۱ پاکستاني پوځیان وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان پوځ وايي، د خیبر پښتونخوا ایالت سوات سیمه کې د پوځ پر یوه مرکز ځانمرګی برید شوی، چې د یوه افسر په ګډون ۱۱ پوځیان پکې وژل شوي دي او ۱۳ نور ټپيان دي. د پاکستان پوځ عامه اړیکو ادارې (ای ایس پي ار) ویلي، برید د شنبې پر ماښام شوی.
د برید پر مهال دغه ځای کې واليبال لوبه کېده. د ایس پي ار چارواکو په خبره برید کې لومړی بریدمن جهانزیب وژل شوی او لومړی بریدمن عدیل ټپي شوی دی. له پېښې وروسته ټپیانو سره طبي مرستې کېږي.
د پاکستاني طالبانو یوه ویاند ویلي، دغه برید دوی کړی دی.
له پېښې وروسته امنیتی ځواکونو سیمه کلابند کړې ده. رپوټونو کې ویل شوي، امنیتي ځواکونو سیمې ته پر ورغلیو لارو د تګ راتګ کوونکو تالاشۍ کوي، خو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.
کبل د سوات له مرکزي ښار مینګورې اته کیلومتره لرې د سوات سیند پر لوېدیځه غاړه پرته سیمه ده. دغه ځای کې د پوځ مرکز هغه مرکزي سړک ته څېرمه موقعیت لري، چې له سواته تېرېږي.
۲۰۰۸ کال کې پاکستاني پوځیانو وسله وال طالبان له سواته وشړل او سیمه کې د تاو تریخوالي پېښو کې څرګند لږوالی راغلی و، خو اوسنی برید سوات کې دا ورستیو کلونو کې تر ټولو خونړی بلل کېږي.








