پاکستان: دوو بریدونو کې لس پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

د عکس سرچینه، AFP
پاکستان کې دوو جلا بریدونو کې د وژل شویو پوځیانو شمېر لسو کسانو ته رسېدلی دی. د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر له لوري ویل شوي وژل شویو کې د یوه تورن په ګډون لس پوځیان شامل دی.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د پوځیانو وژل کېدو پر دغه پېښه خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د پوځ رسنیز دفتر (ای ایس پي ار) له لوري ادعا شوې، د شنبې پر ورځ شمالي وزیرستان کې هغو بریدګرو شپږ پاکستان پوځیان وژلي چې له افغانستانه راغلي وو.
پر پاکستاني پوځیانو یو بل برید بلوچستان کې شوی دی، چې د چارواکو په خبره وسله والو پر ایف سي نومې ملېشه ځواک ډزې کړې. د وزیرستان برید مسوولیت پاکستاني طالبانو منلی او وايي، دغه برید کې دوی ته زیان نه دی رسېدلی.
د بلوچستان برید مسوولیت د بلوڅان بېلتون غوښتونکي تنظیم بلوچستان لبرېشن فرنټ (بي ایل ایف) منلی دی.
د روانې جولای میاشتې پیل کې امریکا متحدو ایالتونو د یوه اعلان له مخې، د بلوچستان خپلواکۍ پوځ يا بي اېل اې په نامه ډله د پاکستان په بلوچستان او نورو سیمو کې د بریدونو له امله یوه ترهګره ډله وبلله.
په دې اړه د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت په خپره شوې وينا پاڼه کې راغلي و چې امريکا کې د دغې ډلې ټوله شتمني کنگل شوې او ورسره د امريکايي وگړو پر راکړې ورکړې بنديز لگېدلى.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د پاکستان د سولې مطالعاتو مرکز د سږ کال لومړیو کې په خپل کلني رپوټ کې وویل، د پاکستان بلوچستان صوبه کې د ۲۰۱۷ کال پرتله په ۲۰۱۸ کال کې د ترهګرۍ پېښې ۲۳ سلنه ډېرې شوې دي، خو په خبره یې نور پاکستان کې دا ډول پېښې ۲۹ سلنه کمې شوې دي.
د دغه رپوټ له مخې د پاکستان طالبانو غورځنګ سره تړلو ډلو د ۲۰۱۸ کال د ډېرو ترهګریزو بریدونو مسوولیت منلی او ور پسې بلوڅ بېلتونپالې ډلې هم دې پېښو کې ښکېلې دي.
د ۲۰۱۸ کال بله پرمختیا دا ده چې وسلوالو بلوڅو بیلتون پالو ډلو لومړی ځل لپاره دوه ځانمرګي بریدونه وکړل.








