"پاکستان کې د بجلۍ بل نه شم ورکولی، بېرته افغانستان ته ځم"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, محمود جان بابر
- دنده, خبريال
د پېښور په نو ښار کې سردار ګړۍ ته نژدې د يوه کور اوسېدونکی حکیم خان چې د خپل ژوند ۴۴ کاله يې په پاکستان کې تېر کړي اوس له خپلې کورنۍ، مېرمنې، يوه زوی او اتو لوڼو سره بېرته افغانستان ته روان شوی دی.
نوموړی په پاکستان کې د خپل ژوند په اړه وايي، "زه ۴۸ کلن يم، ماشوم وم چې روسانو پر افغانستان بريد وکړ او موږ پاکستان ته کډوال شو. لومړی د چارسدې روډ په مټي کمپ کې وو، بيا له هغه ځايه د کچه ګړۍ کمپ او بیا خراسان کمپ کې د سېلاب راتلو وروسته مو په ښار کې ژوند پيل کړ. دا په پاکستان کې زما د ۴۴ کلن ژوند ټوله کيسه."
حکیم خان وايي، په دې موده کې يې واده وکړ، ۱۲ ماشومان لري چې يو زوی او نهه لوڼۍ يې ژوندۍ دي او پاتې درې ماشومان يې مړه شوي دي.
نوموړی وايي، دلته ډېر خوشاله و، د پېښور له کارخانو مارکېټ به یې ټوکر پېرل او د نوښار په بازارونو کې به يې پلورل او په دې توګه يې کاروبار ډېر ښه روان و خو بيا یې دا کاروبار بند شو او اوس هېڅ کار نه کوي.
حکيم خان وايي، له ځينو افغانانو يې واورېدل چې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی، هغه افغانان چې په خپله خوښه له پاکستان او ايران څخه خپل هېواده ته ستنېږي د کورنۍ هر کس ته ۳۷۵ ډالر ورکول کېږي خو دا اسانتيا د هغو کډوالو لپاره ده چې راجسټر کارډ ولري. افغان تابعيت کارډ لرونکي او غير قانوني کډوالو له دې اسانتيا برخمن نه دي.
نوموړي وايي اوس پاکستان کې ژوند کول ګران دي، د کور کرايه شاوخوا شل زره کلدارې ده چې له څلورو مياشتو راهيسې يې نه ده ورکړې او برېښنا هم ډېره ګرانه شوې، چې ۹۵ زره پاکستاني کلدارې پرې پاتې ده.
دی وايي، "اوس د کور يو څه توکي خرڅوم ، له دې لارې به د کور کرايه او د برېښنا پيسې پرې کړم. په کابل کې د کورنۍ يوه ټوټه ځمکه لرو پر هغې به کرکيله کوم. هلته هوا ښه ده او له برېښنا پرته ژوند کولی شو." دلته ګراني او بېکاري دومره ډېره شوې چې اوس افغانستان ته له تلو پرته بله لار نشته."
حکيم خان وايي، په پاکستان کې تېر شوی وخت به يې تل په ياد وي. "اوس چې ځم داسې راته ښکاري لکه د مور او پلار له کوره چې وځم."

خو دا يوازې د حکيم خان کيسه نه ده، خان امين هم چې له تېرو لسو کلونو راهيسې د پېښور حيات اباد فېز ۳ سيمې په يوه دوکان کې کار کوي وايي، "اوس عايد کم او ګراني زياته ده، څومره تنخوا چې اخلم هغومره خو اوس د برېښنا لګښت راځي. "
نوموړي وويل، په پام کې لري چې راتلونکې اوونۍ افغانستان ته ستون شي، ځکه هلته د پاکستان پرتله د ګازو او تېلو بيه ټيټه ده.
دی وايي، "که څه هم په افغانستان کې زموږ خپلوان وايي چې اقتصاد يې ښه نه دی خو بيا هم په بدخشان کې زموږ کلي کې دومره ګوزاره کېږي چې وږي به نه پاتې کېږو. دلته خو د برېښنا لګښت او د کور کرایه نشو پوره کولی. "
دغه راز يو بل افغان ظاهر شاه چې په يونيورسټي روډ د چېپسو ګاډۍ کې کار کوي وايي، په پېښور کې په دې پيسو ژوند کول امکان نه لري.
دی وايي، "له ډېرې مودې مو دلته په خوښۍ ژوند کاوه خو اوس ګراني له کنټروله وتلې ده، پخوا به مو د ملګرو ملتونو په روغتونونو کې درملنه کوله خو اوس يې په شخصي لګښت کوو، د ماشومانو ښوونځي هم اوس نشته."
ظاهر شاه افغانستان ته د تګ په اړه وايي، "پلار مې پغمان کې يوه ټوټه ځمکه لري چې زه به کرکيله پرې کوم او د کډوالو له ادارې ترلاسه شويو پيسو به دوکان يا کراچۍ وپېرم."
"هلته هوا هم ښه ده، ګرمي به نه وي، د برېښنا لګښت به نه وي. افغانستان ورو ورو ابادېږي، موږ به هم په خپل کې کور کې اوسو او په خپل پلرني کور کې به وروستۍ ورځې تېرې کړو. "
څومره افغانان ستانه شوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار د ريکارډ له مخې دا مهال په پاکستان کې ۱.۴ میليونه راجسټر شوي افغان کډوال شته په داسې حال چې د غير قانوني کډوالو شمېر له دې زیات دی.
د دې ادارې وياند قيصر خان اپريدی وايي مخکې افغان کډوالو ته د ستنېدو لپاره لږ مرسته کېده خو اوس د لګښتونو کې زياتوالي ته په کتو د کس په سر ۳۷۵ ډالرو ته پورته شوه خو په دې شرط چې له کوم فشار پرته په خپله خوښه ستنېږي.
نوموړی وايي، د دې لپاره مو په کوټه او نوښار کې دوه مرکزونه پرانيستي دي.
ښاغلی اپريدی وايي "سږ کال ۱۳۰۰ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. موږ پوهېږو چې په دواړو کوربه هېوادونو ايران او پاکستان او همدارنګه خپله افغانستان کې ګراني زياته شوې نو موږ له تر خپلې وسې کوښښ کوو چې د دوی مرسته وشي، موږ د هېڅ کډوالو د جبري بېرته ستنېدو د پروسې ملاتړ نه کوو. "











