تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چمن - سپین بولدک نښته: پاکستان وايي، لومړی ډزې افغان ځواکونو وکړې
د پاکستان بهرنیو چارو وزرات وايي،(پرون ۳۰ جولای) افغان ځواکونو پر هغو ملکي کسانو بې دلیله ډزې وکړې چې د چمن او سپین بولدک تر منځ د 'دوستۍ دروازې ' پاکستان لور ته راټول شوي وو.
په اعلامیه کې زیاته شوې، ' د افغانستان له لوري پر پاکستاني پوستو هم برید وشو او پاکستاني ځواکونو د خپلو خلکو ژغورلو او له ځانه د دفاع لپاره اقدام وکړ. ' په اعلامیه کې دغه راز راغلي، چې پاکستاني ځواکونو لومړی ډزې نه دي کړې.
اعلامیه زیاتوي 'پاکستاني لوري سملاسي د دیپلوماتیکو او پوځي چېنلونو له لارې اړیکه ټینګه کړه، چې له کبله یې له افغان لوري ډزې ودرېدې. '
له دې مخکې د سپین بولدک او چمن تر منځ دویمه ورځ هم حالت ترینګلی و. په کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم وايي، ډېورنډ کرښې بلې غاړې ته په دویمه ورځ هم حالت ترینګلی دی او په تاو تریخوالي کې لس نور کسان ټپیان شوي دي.
پرون په دغه سیمه کې د چمن - بولدک تر منځ د لاړې تړل کېدو پر ضد د احتجاجیانو او پاکستاني امنیتي ځواکونو تر منځ اخ و ډب کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان ووژل شول او ۱۳ تنه ټپیان شوي وو.
احتجاجیان ادعا کوي چې پاکستاني امنیتي ځواکونو پرې مخامخ ډزې کړې، چې له کبله یې یو شمېر کسان ټپیان شوي دي. د بلوچستان کورنیو چارو ایالتي وزیر بیا دغه تور ردوي او په وینا یې د پېښې په تړاو یې د پوښتنو، ګروېږنو امر کړی.
په چمن کې د پنجشنبې پر ورځ د مساپرو له احتجاج وروسته پر ډیورنډ کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو نښته وشوه چې د شپې تر ناوخته یې دوام درلود.
د کندهار ولایت چارواکي وایي، پاکستاني ځواکونو د سپین بولدک پر ځینو سیمو د توغندیو بریدونه کړي چې له امله یې پنځلس ولسي وګړي وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان دي.
چارواکي وايي، ګڼ شمېر ټپیان د کندهار میرویس روغتون ته رسول شوي او عام خلک هلته د وینې ورکولو لپاره ورغلي دي. د کندهار والي هم د ټپیانو پوښتنې لپاره میرویس روغتون ته ورغلی و.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ارګ کې د لوی اختر تر لمانځه وروسته وینا کې د کندهار او لوګر د تېرې ورځې بریدونه او پکې د ولسي وګړو وژل کېدل غندلي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ''په داسې حال کې چې د نړۍ ډېرو برخو، په تېره افغانستان او پاکستان کې د کورونا وېروس له امله بې وزله وګړي له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، پاکستان او افغانستان هوکړه کړې وه چې سوداګریزه او ترانزیتي لار به پرانیستې پرېږدي، خو د عرفات پر ورځ چې د مسلمانانو یوه مهمه ورځ ده، د پاکستان بریدونه د افغانانو لپاره د لویې اندېښنې وړ دي. ''
خبرپاڼه کې له پاکستانه غوښتل شوي چې د دا ډول بریدونو د مخنیوي لپاره باید دواړه هېوادونه له موجوده پوځي او دیپلوماتیک میکانیزم ګټه واخلي.
بل لور ته د افغانستان د دفاع وزارت پنجشنبه ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي، لوی درستیز جنرال یاسین ضیا افغان پوځ او هوایي ځواکونو ته د چمتو اوسېدو امر کړی.
په اعلامیه کې راغلي، افغان ځواکونو ته امر شوی دی چې که د پاکستان بریدونه دوام وکړي نو بالمثل ځواب دې ورکړل شي.
د افغانستان د دفاع وزارت هم ویلي چې د پاکستاني توغندیو له کبله د یو ماشوم په ګډون ۹ ولسي وګړي وژل شوي او پنځوس نور تپیان دي.
افغان او پاکستاني ځواکونه ولې سره ونښتل؟
سپين بولدک ولسوالۍ کې کمیسار شریف غرزي بي بي سي ته وویل، د افغان او پاکستاني ځواکونو له هغه وروسته پر یو بل ډزې پیل کړې چې د پولې ها غاړې چمن کې د پرلت کوونکو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته وشوه.
رپوټونه وایي چې پاکستاني پوله ساتو ځواکونو پر هغو مساپرو هم ډزې کړې دي چي د افغانستان له اړخه یې پاکستان ته د اوښتو هڅه کوله.
د سپین بولدک روغتیايي چارواکو پنجشنبه ناوخته بي بي سي ته وویل چې تر هغه مهال لس تنه ټپیان روغتون ته ور وړل شوي وو.
همدا راز په کندهار کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل، د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو په ډزو کي ۲۰ تنه ټپيان او دوه نور وژل شوي دي.
په چمن کې ولې احتجاج وشو؟
پنجشنبه چمن کې یو شمېر مساپرو د دروازې د نه پرانیستل کېدو پر ضد احتجاج وکړ او پاکستاني ځواکونو سره نښته کې یې مرګژوبله هم رامنځته شوه.
ویل کېږي چې پارېدلو کسانو غوښتل دروازه پرانیستل شي، خو کله چې پاکستاني چارواکو داسې ونکړل نو خلکو هڅه وکړه چې په زور د افغانستان خوا ته واوړي.
د ځايي اوسېدونکو په خبره پر دروازه لومړی احتجاج مساپرو پیل کړ چې وروسته له چمن ښار څخه پرلت وهونکو هم ځانونه دروازې ته ور ورسول.
رپوټونه وایي چې پاکستاني امنیتي ځواکونو پر دې کسانو اوښکي بهوونکی ګاز وشینده او احتجاج کوونکو هلته ځینو تاسیساتو ته اور ورته کړ.
له سیمې رپوټونه وایي چې پر احتجاج کوونکو د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې د یوې ښځې په ګډون لږ تر لږه دوه تنه ووژل شول.
له دې پېښې وروسته د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوه چې څو ساعته یې دوام وکړ، خو له سیمې وروستي رپوټونه وایي چې اوس جګړه درېدلې ده.
د بي بي سي خبریال خدای نور ناصر وايي، په چمن کې له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې ځايي ولس، سیاسي ګوندونو او سوداګرو د چمن دروازې د تړل کېدو پر ضد پرلت وهلی دی.
پاکستاني چارواکو اعلان کړی و چې یاده دروازه به د اختر د شپو ورځو لپاره خلاصه وي.
د چارشنبې پر ورځ پاکستاني لوري که څه هم یاده دروازه تر غرمې وروسته خلاصه کړې وه خو د ځايي وګړیو په خبره د پنجشنبې پر ورځ یې بېرته تړلې وه او دې سره زرګونه مساپر د کرښې دواړو غاړو ته ایسار پاتې وو.