"پاکستان د چمن لار خوراکي توکو او ترانسپورت ته بېرته پرانیزي"

پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل ویلي، د پاکستان د هغې پرېکړې هرکلی یې کړی چې له جمعې ورځې راهیسې به د چمن دروازه د خوراکي توکو او ترانسپورت پر مخ بېرته پرانیزي.

ښاغلي مشعل پر ټوېټر لیکلي، دا ګام د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت سره تر اوږدو خبرو وروسته اخیستل شوی.

نوموړی وايي، د کورونا وېروس د وېرې خپرېدو پرمهال دغه ګام د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو ښه کېدو پایله کېدای شي.

په کندهار کې زموږ خبریال مامون درانی وايي، د سپین بولدک او چمن ترمنځ دروازه لا هم بنده ده، د سپین بولدک ولسوالۍ کمیسار شریف غرزی وایي، دوی ته ویل شوي وو، چې شاوخوا ۳۲۰۰ بار وړونکو ګاډو ته باید اجازه ورکول شي او ددې چارې لپاره دده په خبره دوی چمتووالی هم نیولی و، خو کله چې پاکستاني اړخ سره اړیکه ونیول شوه، هغو ویل، چې د دوی مشر کور ته تللی او د هغه امر ته په تمه دي.

د مارچ پر دویمه پاکستان د کورونا وېروس په تړاو اندېښنو له کبله په چمن کې له افغانستان سره د یوې اوونۍ لپاره خپله دروازه وتړله.

که څه هم د چمن پر دروازه د تېرې یوې میاشتې راهیسې مساپر څارل کېږي او د کورونا وېروس له معاینې وروسته پاکستان ته د تګ اجازه ورکول کېږي، خو بیا هم پاکستاني چارواکي په دې وېره کې دي چی هسې نه کوم مساپر له افغانستانه دا وېروس پاکستان ته انتقال کړي.

پر چمن دروازه هره ورځ تر شلو زرو زیات کسان تګ راتګ کوي. یوازې لسګونه یې د پاسپورټ د لارې پاکستان ته ځي خو زرګونه یې بیا پرته له پاسپورټه تګ راتګ کوي په دې ډله کې شاوخوا درې زره یې سوداګر او هټيوال دي، چې له کرښې ها غاړې نه وېش بازار ته د کاروبار لپاره راځي.

د روانې مارچ میاشتې پر ۱۶مه، پاکستان د تورخم لویه لار د هر ډول مساپرو او بار وړونکو ګاډو د تګ راتګ پرمخ وتړله.

تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خلکو د تګ - راتګ او سوداګرۍ تر ټولو بوخته لار ده. همدارنګه پر چمن لار هم د افغانستان د لوېدیځو ولایتونو ډېری وګړي پاکستان ته تګ راتګ کوي.

د تورخم او چمن دروازې کله کله د پاکستان له لوري په داسې حالاتو کې تړل کېږي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ ناندرۍ پیدا کېږي.

د چمن تګ راتګ دا لویه لار په داسې مهال تړل کېږي چې پاکستان او افغانستان کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې ثبت شوې او ګڼو هېوادونو له نورو هغو سره خپلې پولې تړلې دي.

د تېر سپټمبر پر ۱۸مه د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د خیبر پښتونخوا خیبر ضلعې ته تللی و او هلته يې د تورخم دروازې د ۲۴ ساعته خلاصېدو پرانیسته کړې وه.

د تېرې جنورۍ پر ۲۹مه هم پاکستان د تورخم دروازه- چې سهار یې تړلې وه- ماسپښین یې بېرته پرانیستې وه.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري چې څو کاله وړاندې شاوخوا درې میلیارده ډالره وه، د دواړو غاړو د سوداګرۍ خونو په خبره په ۲۰۱۹ کال کې تر یو میلیاره هم راټيټه شوې وه.