تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"اوزبکستان له مزار تر تورخم پټلۍ جوړول غواړي"
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
نیشن ورځپاڼه لیکي په پاکستان کې د اوزبکستان سفیر فرقت صدیقوف ویلي هېواد یې په پام کې لري چې له افغانستان او پاکستان سره د سوداګرۍ یو ګډو کمیسیون جوړ کړی چې په درې واړو هېوادونو کې سوداګرۍ، لوژستیک کاروبار او پانګونې ته وده ورکړي.
ده د ورځپاڼې د راپور له مخې ویلي اوزبکستان په پام کې لري چې تر تورخم بندري ښارګوټي د ریل پټلۍ وغځوي او په دې سره به د درې واړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ښه وده وکړي.
له اوزبکستان د اورګاډي پټلۍ تر مزاره غځول شوې ده او د ښاغلي صدیقوف د څرګندونو له مخې ازبکستان غواړي دا پټلۍ تر تورخم وغځوي.
د پاکستان پر پوځ د بندیز لګولو غوښتنه
انټرنېشنل پالیسي ډایجسټ مجله لیکي امریکا د افغان جګړې د لوري بدلولو لپاره له ډیرو لارو هڅې وکړې، خو د امریکا کړنلارې په دې کشاله کې د یوې اساسي ستونزې غم ونه خوړ او هغه د طالبان په جګړه کې د پاکستان محوری رول دی.
د مطلب لیکوال وايي ایران هم د طالبانو ملاتړی دی خو د ایران د لاس په لنډیدو طالبان له پښو نه لویږي تر هغه چې د پاکستان چاره نه وي شوې.
لیکوال وايي له پيل پاکستان د طالبانو تر شا ولاړ و او په 1996 کال کې د امریکا په یوه استخباراتي راپور کې ویل شوي و چې پاکستاني ځواکونه د طالبانو لپاره جګړه کوي.
په دې مطلب کې وړاندیز شوی چې امریکا دې د پاکستان پر پوځ بندیزونه ولګوي چې اړ شي د طالبانو له ملاتړ لاس واخلي.
د پاکستان خاوره کې عملیات کول
ډیلي ټایمز ورځپاڼې د ایران او پاکستان ترمنځ پر ګډه پوله د امنیتي ګواښونو او د ایراني سرتیرو د تښتولو په تړاو خپله سرمقاله کې د ایران هغه ګواښ ته اشاره کړې چې که اړتیا پیښه شي د پاکستان په خاوره کې به پوځي عملیات وکړي.
ورځپاڼه سپارښتنه کوي چې پاکستان باید پر ګډه پوله د ترهګرو ډلو مخه ونیسي او له ایران سره استخباراتي معلومات شریک کړل شي.
ورځپاڼه لیکي لومړی وزیر عمران خان چې نن د ایران سیمه ییز سیال هېواد متحده عربي اماراتو ته روان دی باید ښه کارډله وټاکي او دی باید د جیو سټراټیجک بدلونونو سره سم چارې مخته یوسي.
ترکیې ته د امریکا سل الوتکې ور کول
ترکۍ ورځپاڼې ډیلي صباح لیکلي د امریکا دفاع وزارت کانګرس د هغو سل ایف ۳۵ جیټ جنګي الوتکو په اړه خپل رپوټ کانګرس ته وړاندې کړ چې تمه ده پر ترکیې وپلورل شي.
ورځپاڼه زیاتوي دا راپور د ولسمشر ټرمپ د حکم پراساس چمتو شوی چې له ترکیې سره اړیکي او دغه هېواد ته د سل ایف ۳۵ جټ الوتکو د ورکولو په اړه دی.
ورځپاڼه لیکي ترکیه له امریکا سره په نړۍ کې د دغې پرمختللې الوتکې په جوړولو کې ونډه لري او ترکیه غواړي دا ډول سل الوتکې وپیري.
که څه هم کانګرس ترکیې ته د دې الوتکو ورکول منع کړي خو په تېر جون میاشت کې لومړنۍ ایف ۳۵ ډوله الوتکه ترکیې ته ورکړل شوه.