تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له یوې میاشتې وروسته د سپین بولدک - چمن لاره پرانیستل شوه
د کندهار د سپین بولدک او چمن ترمنځ د وېش دروازه له یوې میاشتني ځنډ وروسته پرانېستل شوه او د کرښې ها غاړې ته بند ګڼ شمېر افغان وګړي افغانستان ته واوښتل.
د پاکستان او افغان چارواکو تر منځ د شوي هوکړي پر بنسټ به دغه دروازه د درېيو ورځو لپاره یوازې د هغو افغانانو پر مخ پرانیستي وي، چې پاکستان ته د درملنې یا نورو چارو لپاره تللي وي.
چارواکي وایي، د پاکستان د لوري به هره ورځ ۱۰۰۰ تنه افغانستان ته را اوړي، چې له یوې میاشتې راهیسې هلته بند پاتې وو.
د سپین بولدک ولسوالۍ کمیسار سمونوال شریف غرزی وایي، یوازې به هغه کسانو ته افغانستان ته د ننوتلو اجازه ورکړي، چې پاکستان ته په ویزه او یا هم پر تذکره اوښتي دي.
ښاغلی غرزی وایي، د کرښې دې غاړې ته د بند پاتې کسانو برخلیک لامعلوم نه دی، ځکه د پاکستان حکومت د کورونا ناروغۍ د مخنیوي په خاطر پر ورتګ بندیز لګولی دی.
د کندهار روغتیايي چارواکي وايي، چې د تازه را اوښتونکو کسانو معاینه يې پيل کړې، څو په کورونا وېروس ککړ مشکوک کسان تثبیت کړي.
د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د روغتیا مسول ډاکټر جاوېد افغان وايي، چې دوی د ټولو مساپرو د قرنطین امکانات نه لري او یوازې مشکوک کسان د کندهار ښار د کورونا روغتون ته انتقالوي.
تمه کېده، چې د کرښې ها غاړه کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو نهه زره بار لاریو ته هم اجازه ورکول شي، خو د نامالومو دلایلو له کبله دغه چاره وځنډېده.
.