پېښورۍ نجلۍ د جنسیت بدلولو لپاره جراحي عملیات کول غواړي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عزیز اللہ خان
- دنده, بي بي سي اردو، پېښور
یوې ۲۲ کلنې نجلۍ د پېښور محکمې ته د خپل جنسیت د بدلون په پار یو غوښتنلیک سپارلی او دا یې ویلي چې د ده خوی او کړنې د نارینه و په څېر دي، او له مجبوریته پرده کوي، چې ډېره ورسره په عذاب ده.
دا غوښتنلیک یوې ځوانې نجلۍ سپارلی چې عمر یې ۲۲ کاله ښودل شوی دی. په دې غوښتنلیک کې ویل شوي چې عریضه کوونکې د یوې بې وزلې کورنۍ غړې ده. دا نجلۍ د زاړه مور او پلار په ګډون دوه ورونه او څلور خویندې لري.
په دې غوښتنلیک کې نوموړې زیاته کړې، دې ته دې د جنسیت بدلون یانې له نجلۍ نه هلک ته د بدلېدو اجازه ورکړل شي، څو په ازاده او خپل د خوښې ژوند وکړي.
وکیل سیف الله محب کاکاخېل دا غوښتنلیک د پېښور محکمې ته سپارلی، خو لا هم د قضیې د اورېدو نېټه نه ده ټاکل شوې.
سیف الله محب کاکاخیل بي بي سي ته ویلي، ښايي د جنسیت د بدلون لپاره جراحي عملیاتو قضیې پاکستان کې کمې وي. هغه ویلي په پرمختللو هېوادونو کې د جنسیت بدلون د هر چا خپل شخصي حق دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د جنسیت بدلون بېلابېلې مسئلې پیدا کولی شي، لکه په تذکره کې د جنسیت بدلون، د نوم بدلول، په تحصیلي اسنادو کې بدلون او همدرانګه د نفوسو په ثبتي مرکز کې بدلونونه راځي.
وکیل سیف الله محب کاکاخېل وویل، په پاکستان کې (transgender protection) یا د جنسیتي بدلون قانون تصویب شوی چې له مخې یې هر څوک حق لري خپل جنسیت بدل کړي او د پاکستان حکومت هم باید دوی لپاره روغتیايي چوپړونه برابر کړي.
وکیل سیف الله محب کاکاخېل وویل، چې د جنسیت بدلون قانون نه پرته د پاکستان په اساسي قانون کې هم هر چا ته حق ورکړل شوی چې په خپله خوښه ژوند وکړي.
په غوښتنلیک کې ویل شوي، خویندې یې واده شوې، ورونه د مور او پلار خدمت نشي کولی او دا پخپله له فزیکي پلوه نجلۍ ښکاري، نو همدا لاملونه دي چې نوموړې په داسې شرایطو کې کار نه شي کولی.
په دې غوښتنلیک کې ویل شوي دا نجلۍ د یوه بې وزله او غریبې کورنۍ غړې ده، د لوړ لګښت له امله نشي کولی په خصوصي روغتونو کې د جنسیت بدلولو عملیات وکړي، او غواړي په دولتي روغتون کې یې درملنه او عملیات ترسره شي.
په غوښتنلک کې زیاته شوې دا چې په پاکستان کې عملیاتونه کم کېږي او د طب محصلینو لپاره هم د دې پوهه اړینه ده، نو ښه ده چې له دې ډول عملیاتونو څخه د طب محصلین هم ګټه پورته کړي.










