پاکستانیانو لپاره حج ته تلل ولې سخت شوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
"حج یو فرض عبادت او مذهبي رسم دی خو په پاکستان کې ورو ورو په یوه ارمان بدلېدوونکی دی، ځکه چې حکومت يې د تېر په څېر سږ کال هم لګښت ډېر کړی دی."
دا خبره د راولپنډۍ اوسېدونکی ۶۱ کلن عمیر درانی کوي. هغه یو کال مخکې له خپلې مېرمنې سره په ګډه له سرکاري يا حکومتي لارې حج ته د تللو لپاره غوښتلیک سپارلی و خو لا يې هم دغه ارمان نه دی پوره شوی. دی سږ کال هم حج ته د تلو هیله لري.
د پاکستان حکومت تازه د ۲۰۲۰ کال لپاره د حج تګلاره اعلان کړې چې پر بنسټ يې حج ته د تلو لګښت تر پخوا ډېر شوی دی.
عمیر دراني دې تګلارې ته په غبرګون کې ویلي چې "حکومت له غریبو او منځنۍ کچې اقتصاد لرونکو خلکو حج لرې کړی دی."
دی وايي: "تېرکال مې هم حج ته د تلو غوښتنلیک سپارلی و خو چې نوم مې راونه ووت نو ومې ویل چې ځه خير، بل کال به لاړ شو، مګر اوس يې لګښت دومره لوړ کړی چې تګ ډېر سخت راته ښکاري خو څه وکړو، یو څه به کوو."
۶۱ کلن عمیر درانی وايي چې د حج لپاره ټول کال پېسې ټولوي، یو څه روپۍ اولادونه هم ورکوي خو بیا هم هر ځل پېسې پسې کمېږي.
سږ کال د ده او د مېرمنې د حج په لګښت کې د کس په سر لږ تر لږه څلوېښت زره کلدارې توپير راغلی دی او د سعودي پېسو په بدل کې د پاکستانۍ روپۍ د بيې کمښت بل مالي بار دی چې دوی به يې زغمي.
عمیر درانی په یوه شخصي شرکت کې په پنځوس زره کلدارې میاشتينۍ تنخا مامور دی. هغه پوښتي: "تاسې راته وايئ، د منځنۍ کچې اقتصاد لرونکی کس به څنګه حج وکړی شي؟ د حکومت په تګلاره کې دغه لګښت باید کم کړی شي. که سعودي عرب يې بیه لوړه کړې وي نو حکومت دې سبسېډي ورکړي، په نورو ډېرو توکو چې سبسېډي ورکولی شي نو په حج يې ولې ورنکړي؟"

د عکس سرچینه، Getty Images
د ده درې زامن او یوه لور ده. درو اولادونو يې ودونه کړي او یو زوی يې لا درس وايي. درې کاله وړاندې يې هم د حج لپاره غوښتنلیک سپارلی و او هغه مهال د اوس پرتله د حج لګښت نیمايي کم و خو د ده پچه ونه ختله ځکه چې ډېر کم کسان له حکومتي لارې لېږل کېږي.
عمیر درانی وايي، بل سرخوږی د حج اسانتیا د برابروونکو شخصي شرکتونو دی چې د کوټې سېسټم له لارې حکومت ونډه ورکړې ده.
"شخصي شرکتونه ډېرې پېسې اخلي، خلک لوټي. تېر کال په شخصي ډول د حج کولو لګښت تر ۱۳ لکه روپيو و، عام سړی يې په اړه فکر هم نشي کولی."
د ده په خبره، "حکومت باید د دغو کمپنیو لګښتونه کم کړي ځکه چې شخصي شرکتونو ته څلوېښت سلنه روپۍ ورکول له یوه غریب سړي سره زیاتی دی، باید د کوټې دا سیسټم ۲۰ سلنه ته راټيټ شي چې د منځني اقتصاد لروونکي کسان هم د حج فریضه ادا کړی شي."
څوک د حج پر شرایطو برابر ګڼل کېږي؟
د پاکستان د اسلامي نظریاتو شورا مشرې پروفیسرې قبله ایاز له بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې د اسلامي احکامو له مخې حج پر هغه چا فرض دی چې وس يې ولري. په خبره يې، د وس لرلو مانا پراخه ده. خو داسې تعبیرېدلی شي چې، د یو چا مالي حالت څنګه دی؟
نوموړې زیاتوي: "د حج کولو پر مهال د هغه د کورنۍ کفالت یا سرپرستي به څنګه کېږي؟ ایا دی د حج د سفر لګښتونه پوره کولی شي؟ د دې خرڅې له کبله خو به د ده کورنۍ له کومې ستونزې سره نه مخ کېږي؟ تر دغه لګښت وروسته دغه کورنۍ په قدر او عزت کې د ژوند کولو جوګه پاتې کېږي او که نه؟ که دا ستونزې ونه لري نو په داسې کس حج فرضېږي."

د عکس سرچینه، Getty Images
ډاکټره قبله ایاز وپوښتل شوه چې په پاکستان کې د توکو د بيو لوړېدلو او د یوه عام وګړي د سړي سر عاید ته په کتو، په دغه هېواد کې د حج پر شرایطو برابر خلک څوک دي؟
آغلې ایاز يې په ځواب کې وویل، چې په هېواد کې د قيمتۍ له زیاتېدو سره د ژوند د اړتیاو بیه هم لوړېږي او په ټولنه کې د حج پر شرایطو د برابرو کسانو کچه هم توپير کوي. خو په خبره يې، په قرآن شریف کې د حج په اړه د کارېدلو کلمو حکمت هم په دې کې دی چې په بېلابېلو وختونو کې د خلکو حالت وسنجول شي او بیا یو کس پرېکړه وکړي چې د حج فریضه ادا کول يې له وسه پوره ده او که نه؟
د حکومت د ۲۰۲۰ کال د حج تګلاره:
د پاکستان حکومت د د راون میلادي کال د فبرورۍ میاشتې پر ۱۱ د ۲۰۲۰ کال لپاره د حج تګلاره پاس کړه. د دې تګلارې پر بنسټ د تېر کال پرتله د حج لګښتونه نږدې ۷.۳۵ سلنه ډېر کړی شوي دي. یاني د دې تګلارې له مخې د حج لګښت څلور لکه نوي زره کلدارې شوی. تېر کال دا لګښت څلور لکه ۵۶ زره و.
د شمېرو له مخې سږ کال به له پاکستانه څه باندې یو لک ۷۹ زره کسان حج ته لاړ شي.
د ۲۰۲۰ کال د حج تګلارې له مخې لس زره سېټونه تر اویا کلنۍ ډېر عمر لروونکو ته ځانګړي شوي دي.
هغه کسان چې په تېرو درو کلونو کې له حکومتي لارې حج ته په تلو نه دي توانېدلي لومړیتوب به ورکړل شي خو په دې شرط چې د خصوصي سکتور له لوري د حج د ادا کولو فرصت نه وي ورته برابر شوی.








