سندرغاړی شهسوار د دیني تبلیغ ترڅنګ بیا سندرې وایي

د عکس سرچینه، Shah Sawar Official
د پښتو وتلي ځوان سندرغاړي شهسوار چې د دیني تبلیغ له امله یې له سندرو لاس اخېستی و، ویلي چې یو ځل بیا د سندرو ویل پيلوي.
نوموړی په خواله رسنیو کې په یوه خپره کړې ویډیو کې وايي چې" د دین کار باید لومړی وټاکو او د دنیا کار دوهم. "
په دې ویډیویي پيغام کې شهسوار پر خلکو نیوکه کوي چې هېڅوک یې پوښتنې ته نه دي ورغلي چې دی خپل ورځنی ژوند څنګه تېروي؟
شهسوار وایي، هغه یو هنرمن دی خو د دوو اولادونو پلارهم دی چې د پالنې لپاره یې اوسنۍ چارې هم د خپل توان له مخې پرمخ وړي.
شهسوار په خپل دې ویډیويي پیغام کې وویل، د دین له تبلیغ نه هم لاس نه اخلي خو د دین له کارونو سره به سندرې هم وایي. دی د خېبر پښتونخوا د صوابۍ دی او تر ۱۱م ټولګي یې زده کړې کړي.
نوموړي ګڼ شمېر سندرې ویلي او د پښتو په څو فلمونو کې هم لوبېدلی دی.
د شهسوار دې اعلان په خواله رسنیو کې د هرکلي ترڅنګ ګڼ غبرګونونه له ځان سره لرلي دي.
ټولنیز فعال نور بادشا یوسفزي په خپلې پاڼې ښاغلي شهسوار ته لیکلي:"د هنر میدان ته هرکله راشئ."
بل ټولنیز فعال اسلام توتاخیل بیا وايي چې نوموړي ځکه بیا سندرو ته مخه کړه چې شهرت یې په ورکېدو و.
د شاهسوار نه مخکې هم د پښتو یو شمېر نورو هنرمنانو د دین تبلیغ له امله له هنره لاس اخیستی چې په دې ډله کې سندرغاړی شاز خان، سندرغاړی شهنشاه باچا، د پښتو فلمونو لوبغاړی نعمت سرحدي او د فلمونو وتلی ټوکمار ارواښاد لیاقت میجر شامل دي.








